کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٥): څېړونکي په داسې حال کې د روغتيا د ټينګښت لپاره د ځمکې له جاذبې څخه د ګټې اخيستو په اړه هره ورځ پر څلوېښت ځله ناستې او ولاړې ټينګار لري، چې لمونځ کوونکي بيا دا کار په ورځ کې څلوېښت ځله ترسره کوي.
قطر کې د افغانستان سفير او د ولسمشر د روغتيايي چارو سلاکار دوکتور فيض الله کاکړ ليکي چې د امريکا د فضايي پروګرام (NASA) مشهور محقق ډاکټر ويرنکاس سپوږمۍ کرې ته د فضاختونکو د سفرونو له تجربو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له تحليل وروسته دا موندلې، چې د ځمکې د جاذبې قوه د انسانانو د روغتيا لپاره يو مهم عامل دى، خو په دې اړوند نورو لا ډېرو څېړنو؛ دا کار لا ډېر څرګنده او روښانه کړى دى.
کاکړ وايي:"د يادو څېړنو پر بنسټ، د انسان لپاره ډېره ناسته زيان لري نو دا بهتره ده چې په ورځ کې څلوېښت ځلې کېنو او ودريږو."
نوموړي وويل، له پخوا زمانو راهيسې د طب عالمان په دې پوهېدل چې هره ورځ زياته ناسته د انسان د روغتيا لپاره زيان اړوي او دوى په دې باور و، څو هغه کسان چې ډېر کېني، بدني حرکتونه (ورزش) کم کوي نو دوى په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.
وروستيو څېړنو دا ښودلې چې له شک پرته بدني ورزش د انسان د روغتيا لپاره ډېر مهم دى، ولې دا چې ډېره ناسته د روغتيا لپاره زيان لري؛ يوازې د ورزش د کمښت له امله هم نه ده، بلکې نور لاملونه هم لري.
د فيض الله کاکړ په وينا، دغه عامل د امريکا يوه فضايي متخصص ډاکټر ويرنکاس کشف کړى، چې بايد د ځمکې له جاذبې قوې څخه ګټه پورته شي.
د هغه په وينا، کله چې يو انسان د ناستې له حالت پورته او ولاړيږي نو بدن د ځمکې د جاذبې قوه د پراپريوسيپتر (Proprioceptor) په نوم د ځانګړو ارګانونو په وسيله حس کوي او د دغه عمل تکرار د روغتيا لپاره ډېر ګټور دى.
کاکړ وويل چې که د يوه انسان ورزش او شغل داسې ترتيب شوى وي، چې ناسته او ولاړه په کې زياته وي نو دا کار د هغه د روغتيا لپاره ګټور او په کم عمر کې له بوډاتوب څخه مخنيوى کوي.
نوموړى زياتوي: "دغه کار به په يقين سره د روغتيا د زياتو عالمانو پام د مسلمانانو د لمانځه حرکتونو ته راواړوي، ، ځکه په پنځو وختونو کې د قيام، رکوع، سجدې او قعدې حرکتونه په ډېرې اغېزمنتيا سره لمونځ کوونکى د ځمکې له جاذبې قوې برخمن کوي او په قيام او سجدې کې د دا ډول ټيټېدو او پورته کېدو حرکتونو ټول شمېر، په ٢٤ ساعتونو کې ٣٢ ځلې دى. او که چېرې له يادې ٣٢ شمېرې سره د اوداسه د کېناستو او ولاړېدو شمېر هم اضافه شي نو دغه شمېر په ورځ کې ٤٠ ځلو ته رسيږي او دا بيا هغه عمل دى چې اوسنيو عالمانو د روغتيا د ښه والي لپاره ګټور بللى دى."
دوکتور کاکړ ټينګار وکړ چې ټول مامورين، هټۍ وال او نور هغه کسان چې خپلې ورځنۍ چارې په ناسته ترسره کوي نو بايد له دې خبر وي چې زياته ناسته روغتيا ته زيان اړوي.
هغه سپارښتنه کوي چې يو انسان بايد له هرو دوه ساعتونو ناستې وروسته يو ځلې ودريږي، څو د انسان بدن د ځمکې د جاذبې قوه، د خپلو ارګانونو په وسيله حس کړي.
هغه وايي چې د دغه عمل او په خپل وخت د لمونځونو په ادا کولو سره د انسانانو جسمي، رواني او ټولنيزه روغتيا د خداى متعال په حکم ښه شي.
دوکتور فيض الله کاکړ خپلې خبرې په دغه بيت پاى ته رسوي.
ما زنده برآنيم که آرام نگيريم - موجيم که آسودگی ماعدم ماست
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










