جلال اباد (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو چارواکو له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د يو پنځوس بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، له ياد روغتون څخه به پر روداتو ولسوالۍ سربېره د دغه ولايت د هسکې مېنې او چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي هم ګټه پورته کړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې په همدې موخه د ليندۍ په ۱۱مه دې ولسوالۍ ته سفر کړی و، هلته يې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې په دې اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه چې دغه پنځوس بستريز روغتون د روداتو ولسوالۍ اړوند د پېوې کنډو په نوم هغې سيمه کې جوړېږي چې د چپرهار، رودات او هسکې مېنې ولسواليو منځنۍ سيمه ده.
د ګلاب منګل په وينا، پر دغه روغتون ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجې ورکول کېږي.
والي وويل، دغه روغتون پر لس جريبه ځمکه د يو نيم کال په موده کې جوړېږي چې په ټولو اړينو طبي وسايلو به سمبال وي او د يادو درېيو ولسواليو خلکو ته به په کې معياري روغتیايي اسانتياوې وړاندې کېږي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دغه روغتون به د داخله، جراحي او ماشومانو په برخه کې مجهزې څانګې او يوه په عصري وسايلو سمبال عمليات خانه هم ولري.
هغه زياته کړه: ((په همدغه يو نيم کال موده کې چې د روغتون ودانۍ جوړېږي، ټول وسايل او تجهيزات ورته هم برابرېږي او ورته به پرسونل هم چمتو شي او د پرانيستې له ورځې سره سم به فعال شي. يانې هم پرسونل، هم تجهيزات او هم دوا ټول به برابرېږي.))
دی وايي، دغه روغتون به دوه بلاکونه ولري، يو مجهزه ايمرجنسي، د پرسونل د اوسېدو خونې او نور اړین ملحقات په کې پلان شوي دي.
د سيمي اوسېدونکي هم د دغه روغتون جوړېدو ته لېوال دي او غوښتنه کوي چې اړتيا ته په کتو دې د روغتون چارې له کال وړاندې بشپړې شي.
د کان سيمې اوسيېونکي حکيم الله په دې اړه پژواک ته وويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د روغتيا په برخه کې د سيمې د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.
هغه وايي، تر دې وړاندې مجبور وو د ډېرو عادي ناروغيو د درملنې لپاره جلال اباد ښار ته ولاړ شي.
د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ننګرهار کې د جلال اباد حوزوي روغتون په ګډون ۱۲۸ روغتيايي مراکز فعال دي چې په نږدې راتلونکي کې د څو نورو مراکزو د جوړېدو خبر هم ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










