منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سپين غر زون د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د سپين غر زون کرکټ لوبډلې د هېواد په کچه د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه.

د شپږو لوبډلو په ګډون دا څلور ورځنۍ لوبې دوه مياشتې مخکې د کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو په لوبغالو کې پيل شوې وې چې د سپين غر، مس عينک، بند امير‌، امو، بست زونونو او د کابل ګرين لوبډلو په کې برخه اخيستې وه‌.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سياليو پايلوبې ته د سپين غر او مس عينک زونونو لوبډلو لاره موندلې وه.

د پايلوبې پچه د مس عينک لوبډلې ګټلې وه، خو لومړى يې د توپوهنې بلنه د سپين غر لوبډلې ته ورکړه؛ د سپين غر لوبډلې د دې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي وار (اننګز) کې ٢٣٣ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې نقيب ننګرهارى ٧٧ او وحيدالله شفق ٥٠ منډې جوړې کړې او د مس عينک له لوري فضل نيازي ٦ لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبـډلې په خپل لومړي وار (اننګز) کې ٢٧٢ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې ضياءالحق ٧٦ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري ظاهر شېرزاد ٥ او فريد ملک ٣ لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر لوبډلې په خپل دويم وار کې ٣٠٩ منډې جوړ ې کړې، ضمير خان ٨٧ او شوکت زمان ٦١ منډې جوړې کړې.

دغه راز د سپين غر لوبډلې مس عينک ته د ګټلو لپاره د ٢٧٠ منډو هدف ورکړ، خو د مس عينک ټوله لوبډله په ٢٠٩ منډو وسوځېدله او د سپين غر لوبډله دا لوبه د ٦١ منډو په توپير سره وګټله.

د سپين غر لوبغاړى تېز توپ اچوونکي فريد ملک په دويم اننګز کې شپږ او په ټوليزه توګه په پايلوبه کې د مس عينک ٩ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز د سپين غر بل لوبغاړى ضمير خان، چې په دې سياليو کې يې نږدې ٦٠٠ منډې جوړې کړې او ٤٧ لوبغاړي يې هم سوځولي وو، د ټولو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

په دې سياليو کې د بست زون لوبغاړى ناصر جمال تر ټولو زياتې ١١٨٤، د مس عينک شاهد الله ١٠٦٥ او د بست منير احمد ٩٨٢ منډې جوړې کړې.

دغه راز په توپ اچونه کې د مس عينک فضل نيازي په لسو لوبو کې ٥٣، د سپين غر ضمير خان په ١١ لوبو کې ٤٨ او د امو زون لوبغاړى شرف الدين اشرف په ٩ لوبو کې ٤٥ لوبغاړي سوځولي دي.

د سپين غر زون روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، په پايلوبه کې د ضمير خان او فريد ملک لوبې د ستاينې وړ دي.

هغه زياته کړه، په ټوليزه توګه يې لوبډله په دې سياليو کې ښه وځلېده او هره لوبه يې له يوه پلان سره سمه پرته له کوم فشار څخه ترسره کوله.

احمدزى وايي، افغان لوبغاړو اوس د ټسټ لوبو حوصله پيدا کړې ده او د افغانستان کرکټ د راتلونکي لپاره ښه زېرى دى.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي چې د پايلوبې نندارې ته د ننګرهار غازي امان الله لوبغاړي ته ورغلى و، پژواک ته وويل، اداره يې د هېواد کورني کرکټ ته ډېره پاملرنه کوي.

هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به له دې هم په لوړه کچه کورنۍ سيالۍ ترسره کړي؛ ځکه چې له کورنيو سياليو ملي لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ترلاسه کېږي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې