منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېر کال ننګرهار کې د ايډز ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په ۲۰۱۵ کال کې په دغه ولايت کې د ايډز ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه رياست نن د ليندۍ په ۱۴مه په جلال اباد ښار کې (د ایچ آی وي پر وړاندې شرم او کرکې ته د پای ټکی کېږدئ) تر سرليک لاندې د ايډز د نړيوالې ورځې نمانځنه وکړه او ياده شمېره يې هم په ډاګه کړه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال يادې غونډې ته د وينا پرمهال وويل، د ۲۰۱۵زېږديز کال تر پايه ۲۴ کسان په دغه ولايت کې په ايډز ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې يې ۶ ښځې او شپږ نور تر ١٥ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

دی وايي، د ايډز ناروغۍ د انتقال بېلابېلې لارې دي، چې خطرناکې يې د معتادینو له لوري د سورنجو ګډ استعمال، غیر مسووله جراحي پروسېجرونه، نامشروع جنسي اړیکې او له مور څخه ماشوم ته د ایډز د ناروغي انتقال دی.

د ډاکټر کامه وال د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د دغې ناروغۍ د کنټرول او درملنې لپاره په مرکز او ولسواليو کې ۲۶ لوی او واړه مراکز جوړ شوي، چې ټول کارونه يې په وړيا توګه ترسره کيږي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ايډز د برخې مسوول ډاکټر نور حسن بشريار وويل، د ايچ آى وي د کنټرول مراکزو خدمتونه وړيا دي او هر څوک کولی شي، د ځان د معاينې لپاره ورته مراجعه وکړي.

ده پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د خپل ځان ژغورلو په خاطر دې هرومرو د ايډز معاينه وکړی، ترڅو له دغې ناروغۍ څخه په امان کې وساتل شي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې دغه ورځ د مزدورانو د اتحاديې له لورې نمانځل شوې وه، چې اقتصادي مشکلات او بې روزګاري يې په ننګرهار کې د دغې ناروغۍ لوی لاملونه په ګوته کړي و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا