کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): يوه افغان سوک وهونکي په انګلستان کې د دې لوبې اتلولي خپله کړې ده.
دغه افغان اسرارالله حسن يعقوبزى نومېږي، خو له ډېرې مودې راهيسې په انګلستان کې مېشت دى او د سوکوهنې لوبې کوي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې څو ورځې مخکې يې د انګلستان يو لوبغاړي ته په څلورم راونډ کې ماتې ورکړه.
د يعقوبزي په وينا، له دغې بريا سره يې د انګلستان په کچه د تور کمربند تر ټولو لوړه اتلولي یې خپله کړه.
هغه وايي چې د کابل اوسېدونکى دى، خو د کډوالۍ پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې زېږېدلى و او په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې انګلستان ته کډوال شوى دى.
نوموړى وايي چې لومړى يې په لندن کې د اونۍ ٧٤ ساعته کار کاوو تر څو د خپل ځان او کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي، خو وروستو يې سوکوهنې لوبې ته مخه وکړه.
اسرارالله وويل چې لومړى يې د افغان احسان الله شفيق څخه يې د کانګفو زده کړې پيل کړې او په اونۍ کې يې شپـږ ورځې تمرينات کول.
د هغه په وينا، دغه راز يې تېکواندو او سانشو لوبې يې هم زده کړې او يو شمېر سيمه ييزې مسابقې يې وګټلې.
د هغه په وينا، تر دې وروسته يې د سوکوهنې کلب کې يې داخله واخيسته او هلته يې تمرينات پيل کړل، چې د وخت تېرېدلو سره يې يو شمېر سياليو کې هم ونډه واخيست.
يعقوبزى وايي چې په ٢٠٠٦ ، ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ زېږديز کلونو کې يې د سرو زو او برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د هغه په وينا، تر اوسه يې ٢٩ مسابقې کړې چې له دې څخه يې په ٢٦ مسابقو کې بريا خپله کړې
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










