کابل(پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۵): يو جوزجانى ماشوم چې د سترګو له يوې سختې ناروغۍ څخه کړيږي،د درې افغانانو په مالي لګښت د درملنې په موخه نن هند ته ولېږل شو.
شپږ کلن ثناءالله د جوزجان دقوش تپې ولسوالۍ د جرقدوق د سيمې د يوې بېوزلې کورنۍ اړوند ماشوم دى، چې له يوځل عملياتو وروسته بيا هم نه دى روغ شوى، اوسمهال د سترګو له درد څخه سخت ځوريږي او کورنۍ يې د سختې بېوزلۍ له امله د درملنې توان نه لري .
د ياد ماشوم پلار حاتم چې د مرستې ترلاسه کولو په موخه د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رياست ته راغلى و، وويل چې ثناءالله مور نه لري او له څه مودې راهيسې د سترګو په ناروغۍ اخته دى.
نوموړي ويلي چې يو ځل يې زوى د درملنې لپاره پاکستان ته هم بېولى، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې ونه شواى کولى چې د هغه د سترګو بشپړه درملنه وکړي.
د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکو ويلي چې دوی به ډېر ژر د ياد ماشوم د ستونزې د حل لپاره يو کمېسيون جوړ کړي، تر څو د هغه لپاره د يوه بانکي حساب له لارې مرستې راټولې کړي.
خو د اريايي شرکت مسوول ډاکټر عظيم الله اريايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ماشوم به نن (د ليندۍ په ۱۹ مه ) د افغانستان په وخت لس بجې هندوستان ته د درملنې لپاره واستول شي.
هغه وويل:"د حيات بلخ روغتون مشر جنرال صبور صبور ياد ماشوم تر کابله راولېږداوه، دلته بيا ما د هغه لپاره پاسپورټ جوړ کړ، د هند د وېزې او په کابل کې د هغه څلور ورځنى لګښت ما ورکړ او په هند کې يې د درملنې ټول لګښت مېشت افغان ډاکټر رحمت الله ګوهري پر غاړه اخيستى دى."
دی زياتوي، ممکن د ياد ماشوم درملنه تر يوې مياشتې ډېر وخت واخلي او همداراز ډېر لګښت پرې راشي چې ټول لګښت يې ډاکټر ګوهري پر غاړه اخيستی دی.
د هغه په وينا، له ياد ماشوم سره د "فرشته نجات"، "حاجي محمد امان قاسمي"، "سمېرا پوپل" او "ډاکټر ژرفبين" هم مرستې کړې دي.
اريايي له ټولو مرسته کوونکو غواړي چې په دې برخه کې خپلې مرستې و دروي، ځکه د درملنې ټول لګښت يې پر غاړه اخستل شوی او کومې مرستې چې له ياد ماشوم سره شوي هيله من دى چې د ياد ماشوم د پلار په بانکي حساب چې د عزيزي بانګ اړوند دی؛جمع شي.
د اريايي په وينا، څه کسانو د ياد ماشوم په نامه مرستې راټولې کړې او ناوړه ګټه يې ترې اخيستې چې ځينې يې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي هم دي، خو امنيتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
همداراز په هند کې مېشت افغان ډاکټر رحمت الله ګوهر د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هند ته د ياد ماشوم د ورتګ شېبې شماري او د هغه د درملنې په اړه يې له هندي متخصصو ډاکټرانو سره هم خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، کله چې د پژواک خبري اژانس له لارې د ياد ماشوم د ناروغۍ په اړه خبر خپور شو، نو هوډ يې وکړ چې د انساني همدردۍ له وجې به د ياد ماشوم د درملنې لګښت پر غاړه اخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










