کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): ولسمشر وايي، په ٢١ ولايتونو کې د لومړنيو روغتیایي خدمتونو بستې (BPHS) او د روغتونونو لپاره د اساسي خدمتونو بستې (EPHS)د قراردادونو پروسه د تدارکاتي سیستم خلاف ده.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ماښام په ارګ کې د عامې روغتیا وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او نړیوال بانک له مسوولینو سره په ناسته کې وکړې.
ولسمشر ويلي چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۲۷ ملي او نړیوالو غیر دولتي روغتیایي موسسو له خدمتونو څخه خلک خوښ نه دي.
هغه ويلي چې په یادو غیر دولتي موسسو کې فساد، بې کفایتي، روغتیایي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو د نه ورکولو او ښځو ته د اسانتیاوو د نه برابرولو له امله د زېږون پر مهال د اکثره میندو ژوند د مرګ له خطر سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې د کومې موسسې نوم نه دى ياد شوى، خو په کې راغلي چې محمداشرف غني له دغو غیر دولتي موسسو سره شوي پخواني درې کلن قراردادونه د تدارکاتي سیستم خلاف بللي او له همدې امله یې دغه قراردادونه د درېيو کلونو پر ځای شپږ میاشتې تمدید کړي دي.
ولسمشر غني ويلي چې د افغانستان د ۲۱ ولایتونو له والیانو سره به د ویډیو کنفرانس له لارې د دغو ۲۷ ملي او نړیوالو روغتیایي غیر دولتي موسسو کړنې او خدمات و ارزوي.
ولسمشر د عامې روغتیا وزیر ته لارښوونه کړې چې د یادو پروژو د پلي کېدو بهیر په کره توګه و ارزوي او راپور یې له جمهوري ریاست سره شریک کړي.
هغه ويلي چې له دې وروسته به هر کال د خدماتو څرنګوالي او د ارزونو موندنو ته په پام له یادو غیر دولتي موسسو سره قرارداد کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړیوال بانک استازي شبهم چودري د ولسمشر د خبرو په تايید ويلي چې د غیر دولتي موسسو له لوري د پروژو له تطبیق وروسته دې د یادو پروژو خدمات، اغېزې او پایلې له ګټه اخیستونکو سره په دقیقه توګه و ارزول شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې ناسته کې ويلي چې په عامې روغتيا وزارت کې یې د اداري فساد پر ضد اقدامات کړي دي.
هغه زیاته کړې چې که د عامې روغتیا وزارت هر کارکوونکی په فساد کې ښکېل وي، نو عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










