کندهار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): کندهار مېشتو سلګونو ځوانانو او د کرکټ مينه والو د کرکټ له ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ د مرکزي ادارې د ناسم چلند په خلاف لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د کرکټ د ملي لوبغاړو په ملاتړ شعارونه ورکول او د کرکټ بورډ يو شمېر مسوولين يې پر فساد تورن کړل.
هغوی له ولسمشره غوښتنه کوله چې د کرکټ بورډ چارواکي له دندو ګوښه کړي او له لوبغاړو سره د دوی د ناسم چلند پوښتنه وکړي.
د کرکټ ځينو ملي لوبغاړو شاپور ځدراڼ او شفيق الله شفق په دې وروستيو کې له رسنيو سره په خپلو مرکو کې د کرکټ بورډ اداره په فساد تورنه کړې او ويلې يې دي چې ناسم چلند ورسره کېږي او له لوبو کښېنول شوي دي.
لاريون کوونکو د يادو لوبغاړو په ملاتړ له ځانونو سره بېلابېل شعارونه هم لېږدول چې "پر شاپور ځدراڼ د کرکټ بورډ د فاسدو چارواکو بې ځايه تورونه غندو، ملي لوبډله د افغانستان وياړ، د کرکټ بورډ چارواکي دې ژر تر ژره ګوښه او د قانون منګولو ته وسپارل شي." لیکل شوي وو.
د لاريون يوه برخه وال غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، د لاريون موخه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ د چارواکو د ناسم چلند غندنه ده.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ د ادارې له خوا د کرکټ يو شمېر ملي لوبغاړي چې تل يې هېواد ته ویاړونه ګټلي او په میلیونونو افغانانو ته یې خوښۍ وربخښلي، له لوبو کښېنول شوي او ناسم چلند ورسره کېږي.
دی وايي: ((د همدې لاریون له لارې مو وغوښتل چې د خپلو ملی اتلانو ملاتړ وکړو او د کرکټ بورډ د ناسم چلند غندنه وکړو.))
د لاريون يوه بله برخه وال انجنير کمال هاشمي له ولسمشر څخه وغوښتل چې له ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ ناسم چلند و څېړي، ویستل شوي لوبغاړي بیرته خپلو لوبو ته ستانه کړي او په کرکټ بورډ کې اهل کسان په دندو وګوماري.
هغه زیاته کړه، په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ د رييس نسیم دانش او اجرایوي رییس شفیق ستانکزي په اړه نه یوازې د خلکو، بلکې په خپله د لوبغاړو له خوا هم اعتراضونه او نیوکې ډېرې شوي او دا د دې معنا ورکوي چې په دې اداره کې فساد شته.
دی وايي، کرکټ یوازېنی څه دي چې هم یې د ټول هېواد اوسېدونکو ته تل خوښي ورکړي او هم یې د هغوی تر منځ یووالی ټینګ کړی، په کار ده د کرکټ بورډ اداره او په ټوله کې کرکټ له فساده وژغورل شي.
د قدرت الله کامران په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وویل، کرکټ په ټول افغانستان پورې اړه لري او کرکټ بورډ يوه ملي اداره ده، ځکه نو دلته فساد هیڅ د زغم وړ نه دی.
هغه زياته کړه، د کرکټ له ملي لوبغاړو سره ناسم چلند او ناانصافي د هغه فساد زېږنده ده چې د کرکټ بورډ په اداره کې له مودو راهیسې موجوده ده.
بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي لوبغاړي شاپور ځدراڼ رسنيزې ادعاوې له حقيقت لرې ګرځول شوې دي.
سرچينې زياته کړې: ((شاپور ځدراڼ چې زموږ اتل دی او دې وروستیو کې يې له رسنيو سره په مرکه کې تور لګولی چې د ده په حق کې ظلم کېږي، خو په حقيقت کې داسې نه دي. شاپور ځدراڼ سره موږ شخصي هېڅ ستونزه نلرو او يوه ورځ به خدای ج ته حساب ورکوو.))
کرکت بورډ ويلي، له شاهپور سره د يوه لوبغاړي په توګه ادارې سره رسمي اړيکه لري چې طبعا به د ادارې او کرکټ د اصولو او قواعدو په نظر کې نيولو سره خپلو لوبو ته به ادامه ورکوي.
سرچينې ويلي، له بده مرغه چې شاهپور ژر غصه کېږي، د احساساتو پر بربنسټ پرېکړې کوي او وار د مخه قانون او قواعد په لاس کې اخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د شاپور ځدراڼ کرکټ نه کولو دوه لامله دي، يو دا چې د لوبو لپاره په رسمي سفرونو کې نظم او ډسپلين نه مراعات کوي، له روزونکي او نورو کسانو سره شخړې کوي او دوهم دا چې اوس وخت کې د ده له مرورتوب څخه ځينې تخريبکاره کړۍ ناوړه ګټه پورته کوي او د خپلو غير سالمو اهدافو د رسېدو لپاره له شاهپور څخه سوء استفاده کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










