منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې د پوليو پېښه نه ده ثبت شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۵) : د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې له تېرو څوارلس مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د پوليو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او لوی لامل يې هم ټولو سيمو ته د دوی لاسرسی دی.

د روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال چې د ليندۍ په ۲۲مه يې په ننګرهار کې د پوليو کمپاين پرانېستې پرمهال خبريالانو ته معلومات ورکول دا څرګندونې وکړې.

هغه وايي چې په دې درې ورځني کمپاين کې به له شپږ سوه پنځوس زرو زيات ماشومان په ننګرهار او شاوخوا يو ميليون ماشومان په ټول ختيځ زون کې واکسين شي.

د کامه وال د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله سږکال په ټول ختيځ او په ځانګړې توګه ننګرهار کې وضعيت ښه دی او په تېرو څوارلس مياشتو کې د پوليو کومه مثبته واقعه نه ده ثبت شوې.

هغه دا هم وويل چې د پوليو کمپاين د مخنيوي تهديدونه هم تر ډېره راکم شوي او له ۷۵ زره ماشومانو څخه اوس د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر ۱۵ زرو ته راټيټ شوی دی.

د روغتيا د رييس په وينا، د پچيراګام پرندو، د هسکې مېنې ګورګورۍ، کڅونه او اوغز، په کوټ کې د لاغرجو، په اچين کې د شډل بازار نه پورته او نازيانو کې د دخل نازيان سيمه هغه ځايونه دي، چې روغتيايي ټيمونه نه شي کولی د پوليو کمپاين ترسره کړي.

بلخوا د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره روا او حلال دى او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.

هغه وويل، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې امر کړی چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه واکسين کړي.

د يادولو ده چې په ټول افغانستان کې د پوليو ۸ مثبتې واقعې ثبت دي  چې يوازې ۴ څلور يې د ننګرهار ګاونډ کونړ ولايت کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا