ترينکوټ (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): د اروزګان ولايت روغتيايي مسوولين ادعا کوي چې د پوليسو له خوا ولسواليو ته د درملو لېـږلو مخنيوى کېـږي، خو امنيه قوماندان دا ادعا ردوي.
دوى وايي چې هېڅ روغتيايي کارکوونکی کومې ډلې پورې تړاو نه لري او يوازې موخه يې خلکو ته روغتيايي خدمات رسول دي.
په اروزګان کې د افغان روغتيايي او پرمختيايې موسسې مشر ډاکتر سيدالرحمن رحمانزي د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى اړوند روغتيايي کارکوونکي بې پلوه دي او د جګړې ښکېلې خواوې دې ورته ستونزې نه جوړوي.
هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې روغتيايي کارکوونکي د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لرو پروتو سيمو کې فعاليت کوي او خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د ډاکتر رحمانزي په وينا، د دوى د روغتيايي رضاکارانو پر مټ له تېرو دوو کلونو راهيسې په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې لسګونه زره اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو څخه برخمن شوي او زرګونه ميندې د زېږون پر مهال له مرګه ژغورل شوي دي.
نوموړى وايي چې له تېرو څلور مياشتو راهيسې د دوى لرو پرتو روغتيايي مرکزونو ته درمل نه پرېښودل کېږي او دا چاره د دې لامل شوې چې لسګونه زره اوسېدونکي له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې او ماشومان له واکسين څخه پاتې شي.
د افغان روغتيايي او پرمختيايې موسسې مشر وويل چې څو ځلې يې د درملو د لېږد لپاره د اروزګان له والي څخه حکم اخيستى، خو بيا هم په لارو کې د پوليسو له خوا يې موټر درول شوي او چلوونکي يې وهل شوي دي.
د هغه په وينا، په ولسواليو کې يې کلينيکونه د درملو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي او زرګونه خلک له روغتيايي خدماتو بې برخې پاتې شوي دي.
ډاکتر رحمانزي زياته کړه چې دوه ځله يې د کندهار د نېښ ولسوالۍ له لارې د اروزګان دهراوود او چارچينو ولسواليو درمل ولېږدول او يو ځل يې د غزني له لارې خاص اروزګان ولسوالۍ ته درمل ولېږدول، خو وايي چې اوس پر يادو لارو هم د امنيتي ستونزو له امله درمل نه شي استولى.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل هم مني چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دغه ولايت ولسواليو او لرو پرتو سيمو ته درمل نه دي لېـږدول شوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو له لوري د درملو د لېـږدولو مخه نيول شوې ده.
ډاکټر مياخېل وايي، دغه ستونزه يې څو ځلې د ولايت له مقام سره شريکه کړې ده او هغوى اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې تر څو د لېږد پر مهال ورته خنډ نه، بلکې اسانتيا برابره کړي.
له بلې خوا د اروزګان امنيتي ځواکونه د دوى له خوا د درملو د لېږد مخنيوي نه مني او وايي چې امنيتي ځواکونه ورسره همکاره دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو هېڅکله د روغتيايي خدماتو مخنيوى نه دى کړى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










