کندهار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٥): د کندهار د پنجوايي، ژیړۍ، ارغنداب او میوند ولسواليو اوسېدونکو او قومي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې دې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.
هغوی د یادې شوې ستونزې د حل په موخه د دهلې بند د رغولو غوښتنه وکړه، ځکه اوسمهال د خلکو کښتونو او باغونو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي.
دغه غوښتنه په هغې غونډه کې وشوه چې نن د ليندۍ په ۲۳ مه په پنجوایي ولسوالي کې له نظام څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه چې د دې ولسوالۍ په ګډون د ژیړې، ارغنداب او میوند ولسواليو قومي مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو له حکومت څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو په دغو ولسوالیو کې یې د اوبو د کمښت د ستونزې د حلولو، ځوانانو ته د کار موندلو او پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيایي شورا مشر حاجي نېک محمد وویل، خلک د خپل نظام ملاتړي دي، خو له حکومت څخه د امنیت او پرمختیايي پروژو پلي کېدل غواړي.
هغه زیاته کړه، د دهلې بند د کندهار د اوو ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي، خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې له امله یې د دې ولایت پر کرنه بده اغېزه کړې ده.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه پیل کړي چې ژمنه یې وار له مخه شوې ده.
نوموړي د دې تر څنګ غوښتنه وکړه چې که د کندهار ولسواليو ته پاملرنه ډېره شي، نو دا ولایت به د امنیت او اقتصاد په برخو کې پرمختګ وکړي.
د ژيړۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي صالح محمد بیا پر خلکو غږ وکړ، چې خپل اولادونه د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې ودروي.
ده وویل، دلته هغه وخت ثبات راتلی شي چې خلک خپل اولادونه د وطن خادمان کړي، د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت لیکي پیاوړي کړي.
نوموړي یادونه وکړه چې د خلکو او او دولت تر منځ د ښې همغږۍ له امله د کندهار ډېرې ولسوالۍ په نسبي توګه ارامې دي، خو حکومت ته په کار ده دلته ځوانانو ته کار پیدا کړي، حاصلاتو ته یې ښه بازار پیدا کړي، د اوبو سرچینې ډېرې شي او په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره مرستې وشي.
دغه راز یو شمېر نورو قومي مشرانو بیا غوښتنه کوله چې په هېواد کې د دایمي امنیت او ثبات لپاره دې د حکومت او وسله والو تر منځ سوله وشي.
login or register a new account.