منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان ماشوم مرتضی له مېسي سره ولیدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د مېسي مينه وال شپږ کلن افغان ماشوم مرتضى د فوټبال د نړيوال مشهور لوبغاړي لېونل ميسي سره په قطر کې وليدل.

د غزني ولايت اوسېدونکى دغه شپږ کلن ماشوم مرتضى هغه مهال په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې مشهور شو چې له پلاستيکي کڅوړو يې د فوټبال د نړيوال اتل مېسي بلوز جوړ کړ او ځان يې د هغه مينه وال څرګند کړى و.

نوموړ په بېلابېلو مرکو کې په ډاګه کړې وه چې د ميسي سخت مينه وال دى او غواړي چې له هغه سره وګوري.

د مرتضى د عکسونو تر خپرېدو وروسته مېسي د فوټبال د مشهور هسپانوي کلب بارسلونا يوه جوړه جامې لاسليک کړې او مرتضى ته يې لېږلې وې.

خو له ميسي سره د دغه افغان ماشوم د ليدلو هيله پرون هغه مهال پوره شوه، چې د بارسلونا لوبډلې د قطر يوه کلب سره ددوستانه لوبې ترسره کولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د ٢٠٢٠ زېږديز کال نړيوال جام سيالۍ په قطر کې ترسره شوې، ددغه جام د ترسره کولو کمېټې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې پرون د قطر په پلازمينه دوحه کې د يادې دوستانه لوبې پر مهال افغان ماشوم مرتضى له نړيوال لوبغاړي مېسي سره وليدل.

د دوى د ليدلو عکسونه او ويډيو په سيمه ييزو، نړيوالو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي او ډېرو خلکو پرې بېلابېل ډول تبصرې کړې دي.

په ويډيو کې ښودل کېږي، کله چې ميسي ميدان ته ننوځي، نو په ښي لاس يې مرتضى له ګوتې څخه نيولى وي او بيا په ميدان کې ورسره ميسي د فوټبال لوبه کوي او ورسره انځورونه اخلي.

دغه راز د بارسلونا لوبـډله له افغان ماشوم مرتضى سره هم ګروپي عکسونه اخلي.

نړيوال لوبغاړى ليونل ميسي (Lionel Andrés "Leo" Messi) د ارجنټاين هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې او د هسپانيا د کلب بارسلونا لوبغاړى دى او په نړيواله کچه شهرت لري.

د مرتضى پلار محمد عارف څه موده مخکې پژواک اژانس سره په خبرو کې ويلي وو، کله چې مرتضى په لومړي ځل په تلويزيون کې مېسي وليد، نو د هغه ګول وهل يې خوښ شول.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې