منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک ۲۴ لیندۍ ۹۵): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې د  متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه لوبډلمشر اضغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه. افغان ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

په توپوهنه کې د افغانستان له لوري شهزاد محمدي ۳۸، محمد نبي ۲۶، کریم جنت ۲۵ او نجیب الله ځدران په  لسو توپونو چټکې ۳۱ نا سوځیدلې منډې جوړې کړې.
متحده عربي اماراتو لوبډلې هڅه وکړه چی ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي خو په ټولو شل اورونو کې یی د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ مندې جوړې کړې او د ۱۱ منډو په توپیر یی ماتې ومنله.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي کریم جنت ۳، فرید احمد او راشد ارمان دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه له دې امله کریم جنت ته ورکړل شوه چی ۲۵ منډې یی جوړې کړې او په توپ اچونه کې یی درې  لوبغاړي یی وسوځول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې