منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥):  د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې د بنګله دېش لوبډلې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش ،سريلانکا او ماليزيا په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو يوه ورځنۍ سيالۍ نن د ليندۍ په ٢٥مه، په سريلانکا کې پيل شوې.

د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په ٤٨ اورونو کې ١٤٦ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ١٤٧ منډو هدف ورکړ، د افغانستان له لوري نثار وحدت ٣٢، نوين الحق٢٧ او پروېز ٢٣ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې ياد هدف په ٤٣ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې