کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۵): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عربي متحده اماراتو پروړاندې په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او ددریو لوبو لړۍ یې وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لیندۍ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن ددویمې لوبې پچه متحده عربي اماراتو وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، د اماراتو لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ مندې جوړې کړې او د ۱۸۰ منډو هدف یی افغانستان ته وټاکه.
د افغان ملي لوبدلې له لوري په توپ اچونه کې فرید ملک ۲، راشد ارمان او امیر حمزه یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
هغه زیاته کړه، چې دافغانستان ملي لوبډلې یاد هدف په ورستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او پرله پسې دویمه بریا یې خپله کړه.
د افغانستان له لوري نجیب ځدران ۵۵ ناسوځیدلې، شهزاد محمدي ۳۱ او لوبډلمشر اصغري ستانکزي ۲۹ منډې جوړې کړې.
افغانستان او اماراتو ترمنځ به ددې سریز ورستۍ دریمه لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۱۸ نیټه د کابل په وخت ۱:۳۰ بجه پیل شي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










