منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ د ۱۹ کلنولوبډلو په اسیایي سیالیو کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۵): د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنې لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسیا د شپږو هیوادونو په ګډړون د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي سیالۍ د لیندۍ په ۲۵مه، په سریلانکا کې پیل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لیندۍ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې افغانستان نن خپله دویمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړه.

هغه زیاته کړه، چې ملي ۱۹ کلنې لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۷۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري درویش رسولی ۹۲، طارق ستانکزی ۵۹ ابراهیم ځدران ۵۱ او نوید عبید ۳۱ منډې جوړې کړې.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په پنځوسم اوور کې په ۲۵۲ منډو وسوځیدله.

د افغانستان له لوري ظاهر خان ۳، مجیب ۲، نوین الحق، شمس الرحمن، ابراهیم ځدران او پرویز یو یو لوبغاړی وسوځول.

درویش رسولي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پرون ددې سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې