منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۵): د ولسمشر د ځآنګړي حکم له  مخې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د حکومت یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د لیندۍ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ولسمشر د کرکټ ادارې د مشرتابه لپاره له څو کسانو څخه انټرویو اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې، ددې انټرویو په پایله کې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډّ د عمومي رییس په توګه ټاکل شوی دی، هغه به د شنبې په ورځ د یادې ادارې کارکوونکو ته په رسمي توګه وروپیژندل شي.

عاطف مشعل اوس دارګ په اداره امور کې د ولایتونو د همغږې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.

تر دې مخکې نسیم  الله دانش د افغانستان کرکټ بورډ د رییس په توګه دنده ترسره کوله، هغه تردې مخکې د کرکټ بورډ داجراییوي رییس او سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې