ترينکوټ (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): په اروزګان ولايت کې د سولې تر نامه لاندې ورزشي سيالۍ پيل شوې، چې په کې د بېلا بېلو لوبو لوبغاړي برخه لري.
د فوټبال ، والیبال ، اوشو او کرکټ ټیمونو دلوبو دغه یوه ورځنۍ سیالۍ دمرکز ترینکوټ او ولسوالیو د ټيمونو ترمنځ د ليندۍ په ٢٧مه، په جان محمدخان محمدي ورزشي لوبغالي کې په داسې حال کې پیل شوې چې د دولتي مسوولینو ترڅنګ ، ورزشکارانو او سلګونو لیدونکو برخه لرله .
د اروزګان د ورزش او بدني روزنې امر قدرت الله الفت پژواک اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د سولې تر عنوان لاندې پیل شوي، چې د جګړې ښکېلو خواو ته دا پیغام ورسوي، چې نور اروزګاني اوسیدونکي جنګ نه غواړي او د سولې تږي دي .
هغه زياته کړه، په دې سیالیو کې د اروزګان مرکز او ولسوالیو لوبډلو برخه اخیستې ده او د یوبل پر وړاندې به سره ولوبیږي .
الفت وایي، د دې ولایت ورزشکارانو د بېلابېلو لوبو پرمهال د نورو ولایتونو په سطحه لومړي مقامونه خپل کړي او که ورسره مرسته وشي، نو تردې زیاتې بریاوې به لاسته راوړي .
نوموړي وويل، دوی دا مهال له زیاتو ستونزو سره مخ دي چې له هغې جملي څخه د دولت او سوداګرو نه پاملرنه ده او د دې ولایت له ورزشکارانو سره د مرستو نه کول دي .
د اروزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان هم ورزش په ټولنه کې د جګړې او نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې مهم وباله او زياته يې کړه، چې دا لوبې د سولې ترعنوان لاندې دا پیغام رسوي چې د دولت وسله وال مخالفین له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې پر ټغر کېني .
همدارنګه د اروزګان ورزشکارانو له دولت او ملي سوداګرو څخه وغوښتل ترڅو ددوى د امریت او په ځانګړې توګه د سیالیو په جوړېدو کې ورسره همکاري وکړي.
د احمد شاه جواد په نوم د فوټبال یوه لوبغاړي پژواک ته وویل چې څو ورځې مخکې ددوى ټیم د زون په کچه یوه سیالي درلوده خو وایي چې د مالي ستونزو له امله يې ونه شواى کړى، چې کندهار ته لاړ شي اوهلته سیالۍ ترسره کړي .
دغه ورزشکاران وایي چې که یې لاسنیوى وشي نو کولاى شي د هیواد په کچه سترې بریاوې خپلې کړي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










