منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست په صبريو ولسوالۍ کې ۳۰ بستريز روغتون جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥) د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د يوه ۳۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د څلورو ولسواليو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د خوست د ولايتي چارواکو په وينا، له ياد روغتون څخه به د صبريو ولسوالۍ له اوسېدونکو سربېره د باک، تريزيو او د ځاځي ميدان ولسواليو اوسېدونکي به هم ګټه اخلي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ليندۍ په ٢٩مه د دغه روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پردې روغتون ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د عامې روغتيا وزارت يې ورکوي.

هغه زياته کړه چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د يادو څلورو ولسواليو اوسېدونکو په بېلابېلو برخو کې اړين روغتيايي خدمات وړاندې شي.

نوموړی وايي: ((دغه ۳۰ بستريز روغتون به په ۱۸ مياشتو کې بشپړ شي او هيله من يم چې ددغه روغتون په جوړېدو سره به تريزيو، د صبريو، باک او د ځاځي ميدان ولسونو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.))

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل پژواک اژانس ته وويل چې يادې څلور واړه ولسوالۍ له خوست ښار څخه څه لرې دي.

هغه زياته کړه، له دې امله چې د دغو سيمو ناروغان په خپل وخت د خوست ولايتي ملکي روغتون ته نه رسيدل، هغوی ته يې په سيمه کې د يوه معياري روغتون جوړول ډېر اړين وبلل.

دى وايي: ((دلته د يو روغتون جوړولو ته ډېره اړتيا ده؛ ځکه دا ولسوالۍ ډېرې لرې دي، زياتره ټپيان او ډېرې ميندې د زېږون پر مهال په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د صبريو ولسوالۍ يو قومي مشر محمد اشرف له پژواک اژانس سره په خپلو خبرو کې د ياد شوي روغتون جوړيدو ته خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې سره به ددوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

هغه وويل: ((دلته مخکې موږ يو کوچنی کلينيک درلود، خو زموږ ستونزې يې نشوې حل کولای، اوس چې دا روغتون جوړيږي زموږ ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي)).

د سيمې يو شمېر نورو مشرانو بيا ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې نه يواځې ددغې پروژې په تطبیق کې به ورسره همکاري وکړي، بلکې د نورو پرمختيايي پروژو لپاره هم زمينې برابرولو کې مرسته کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا