منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو له پریالي سفر وروسته هیواد ته ستنه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ لیندۍ ) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو له بریالي سفر وروسته نن هیواد ته ستنه شوه.

ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دریو شل اووریزو نړیوالو لوبو کې پرله پسې ماتې ورکړې او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

ملي لوبډله چې نن کابل ته ورسیدله، نو په هوایي ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عا‌طف مشعل ، اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی، پخوانی رییس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ کارکوونکو ، رسنیو او مینه والو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي خبریالانو ته وویل، چې په دې سیالیو ټولو لوبغاړو او په ځآنګړې توګه ځوانو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او خپله وړتیا یې وښودله.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې به راتلونکو سیالیو کې هم ښې لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ عمومي مشرعاطف مشعل د ملي لوبډلې لاسته راوړنې ستایلې او ژمنه یې وکړه، چې دوی ته به هر ډول اسانتیاوې برابروي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې