کابل (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۹۵): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس وایي، لوبغاړي د وړتیا له مخې ټاکل کېږي، نه د واسطو له مخې، دغوراوي کمېټه کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای، خو د غوراوي کمیټه به ملت ته ځوابویونکې وي.
شکرالله عاطف مشعل چې د ولسمشر لخوا د کرکټ بورډ د نوي عمومي رییس په توګه ټاکل شوی، د لیندۍ په ۳۰مه، په یوه خبري غونډه کې د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبري کنفرانس کې معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه چې د کرکټ بورډ اداره به ملي کوي او د ټولو لوبغاړو ستونزو ته به رسیدنه کیږي.
هغه زیاته کړه، چې د کرکټ بورډ په اداره کې اساسي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده او څوک چې داصلاحاتو پر وړاندې ستونزې جوړوي، هغوی سره به قانوني چلند کیږي.
د نوموړي په خبره، د کرکټ بورډ ادارې لپاره پالیسي جوړول او قانوني اساس ورکول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
مشعل زیاته کړه : ((اوس د کال اخر ده، موږ د کرکټ بورډ ادارې د هرې څانګې ارزیابي کوو، همدا ډول به د کرکټ بورډ د تیرو پنځو کلونو مالي چارو عمومي تفتیش وکړو.))
د هغه په وینا، د دې ترڅنګ به د کرکټ بورډ ادارې په مکمله توګه کمپیوټرایز کولو او د ټولو لوبغاړو او اکاډمیو ریکاډ او ډیټابیس جوړول باندې به کار وکړي.
نوموړي دغه راز وویل چې د غوراوي کمیټه باید خپلواکه ، ډیره پياوړې او بې پرې وي او یواځې به لوبغاړي د وړتیا له مخې ټاکل کېږي ، نه د واسطو او په دې کمیټه کې به هیڅوک لاسوهنه نه شي کولای، خو د غوراوي کمیټه به ملت ته ځواب ویونکې وي.
د لوبغاړو د ستونزو په اړه د کرکټ بورډ عمومي ريیس وویل چې د لوبغاړو لپاره به یوه د ډیسپلین کمیټه جوړه کړي چې دا کمیټه به په بهر کې وروزل شي او یاده کمیټه به د لوبغاړو ستونزې له نږدې ګوري او حل لارې به ورته لټوي.
نوموړي د مرورو او خفه لوبغاړو د ستونزو د هواري لپاره هم د یوې کمیټې جوړولو اعلان وکړ ، چې له لوبغاړو سره به په اړیکه کې وي او ستونزې به یې هواروي.
د دې ترڅنګ د کرکټ بورډ عموي ريیس په خبري ناسته کې په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو غړیتوب اخیستلو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د کرکټ بورډ ادارې لوی هدف دا دی، چې د ۲۰۱۹ کال پورې د بشپړغړیتوب لپاره چې کوم اساسي بنسټونه دي هغوی پوره کړي.
مشعل وویل، پر دې کار کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال جام لپاره یوه قوي ملي لوبډلې چمتو کړي، ترڅو د ۲۰۱۷ کال تر سپټمبره په جدول کې په اتم مقام کې راشي چې له دې سره به مستقیما نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.
د افغانستان د کورني کرکټ په اړه عمومي ريیس وویل چې د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې جوړ شوي لوبغالي معیاري نه دي، د دې لوبغالو د معیاري کولو لپاره به جدي هڅې وکړي او په پنځو واړو زونونو کې به معیاري اکاډمۍ جوړې کړي.
د یادې خبري ناستې په ترڅ کې عاطف مشعل وویل چې د کورني کرکټ پرمختګ او پیاوړتیا ته ډیره اړتیا ده.
ده زیاته کړه : (( دا د ملي لوبډلې اساس جوړوي او په کرکټ کې د افغانستان روښانه راتلونکی جوړوي، نو له دې کبله زموږ ټوله هڅه دا ده چې د کورني کرکټ د لا پیاوړتیا لپاره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ګړندۍ هڅې وکړو.))
هغه وایي، کرکټ یوه ملي لوبه ده او کرکټ بورډ اداره یوه ملي اداره ده، د کرکټ بورډ ادارې دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي، هر وخت له دې ادارې د کرکټ ټول مینه وال له نږدې لیدنه کولی شي او نظر راسره شریک کولی شي.
مشعل وویل، چې د کابل د کرکټ د نړیوال لوبغاړي د پراخولو لپاره یې هم هڅې پیل کړې او په دې برخه کې به له حکومت څخه هم مرسته وغواړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










