کابل (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۹۵): د افغانستان کرکټ بورډ د نوي مشرتابه په سپارښتنې جوړې شوې کمېټې له ملي لوبغاړي شفیق الله شفق سره ناسته وکړه، د هغه ستونزې او شکایتونه یې واورېدل.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لیندۍ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځانګړې کمېټه نن د کرکټ بورډ د عمومي رییس شکرالله عاطف مشعل په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې شفیق الله شفق او د کمېټې غړو برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه، شفق د کمېټې غونډې ته په خپل ځان د لګېدلو بندیزونو، د قرارداد د لغوه کولو او د معاش نه ورکولو شکایت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په ملي لوبډله کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شي.
خو هغه ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به د کرکټ ادارې ټولو اصولو او قوانینو ته غاړه ږدي او مراعات کوي به یې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل د شفق د خبرو تر اورېدلو او د کمېټې له غړو سره تر مشورې وروسته پر شفیق الله شفق د لګېدلي بندیز د لرې کولو اعلان وکړ.
هغه زیاته کړه، د کرکټ ادارې د قانون او اصولو په رڼا کې له شفق سره له سره قرارداد کوي او معاش به هم ورکړل شي.
مشعل په ملي لوبډله کې د شفق د لوبېدلو په اړه وویل، دا پرېکړه به د غوراوي کمېټه تر بشپړې ارزونې وروسته کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رییس وویل: "له هیڅ یوه لوبغاړي سره به سلیقوي او شخصي چلند نه کېږي، موږ ټول باید له اصولو سره سم مخې ته ولاړ شو او قانون پر ځان عملي کړو، د لوبغاړو حقوق باید ونه خوړل شي."
هغه له شفیق الله شفق څخه هم وغوښتل چې قوانین او اصول مراعات کړي، خپل عادي کرکټ او تمریناتو ته ادامه ورکړي او خپلې روغتیا او او تمرين ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مشعل له یادې کمېټې مننه وکړه، چې د شفق موضوع یې ښه وڅېړله او له اصولو سره یې خپلې سپارښتنې او مشورې له ده سره شریکې کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










