کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي، د ٢٠١٦ کال له پيله د هېواد ٩٩ سلنه سيمې د پوليو ويروس له خپرېدو خوندي شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د پولیو د له منځه وړو عالي شورا په غونډه کې کړې دي.
له عامې روغتيا وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د پولیو له منځه وړل په ملي او نړيواله کچه د روغتيا يو لومړيتوب بللى دى.
دى وايي: "د ۲۰۱۶ کال په پیل کې مو ویلي و چې د پولیو د له منځه وړلو ته ډېر نږدې شوي یو، خو اوس په ډاډه زړه ویلای شو چې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړو ته د تېرې هرې زمانې په نسبت ډېر نږدې شوي یو. زموږ معلومات او ارقام ښیي چې ګوزڼ ناروغۍ د نابودۍ په درشل کې ده او د پروګرام بهیر په ښه توګه روان دی او پایلې يې ګټورې دي."
ده زياته کړې، د ۲۰۱۶ کال له پیله د هېواد ۹۹ سلنه سیمې د پولیو ویروس له خپرېدو څخه پاکې شوې دي او دا هغه بریاليتوب دی چې د نړۍ په کچه تايید شوی دى.
خو سرچينې په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي.
د هغه په وينا، دغه پرمختګ چې د افغانستان حکومت او د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا شوی، باید پر همدې ځای ونه درېږي او لا زیات پرمختګ ورکړل شي.
په دې ناسته کې د جمهوري رياست استازي ډاکټر نجيب الله مجددي ويلي: "هیله من یم چې په نږدې راتلونکي کې د ګوزڼ ناروغۍ له هېواده په بشپړه توګه محوه شي او په راتلونکي کې زموږ هېڅ ماشوم پر دې ناوړه ناروغۍ اخته نه شي."
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې غونډې نورو ويناوالو د پولیو په له منځه وړو کې د خپلو همکاريو پر دوام او پوره ملاتړ ټینګار وکړ.
خو د ويلو ده چې د عامې روغتيا وزير بيا تېره ورځ د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي وو چې سږ کال په افغانستان کې د پوليو پېښې ١٢ ته رسېدلې او تر هغه چې دغه ويروس په پاکستان کې له منځه ولاړ نه شي، شونې نه ده چې په افغانستان کې نابود شي.
نوموړي د پوليو ويروس يوه لويه ستونزه بللې وه او زياته يې کړې وه چې زياترو هېوادونو د پوليو ويروس له منځه وړى، خو له بده مرغه افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د پوليو پېښې لا هم په کې تر سترګو کېږي.
پوليو یا ګوزڼ يوه فلج کوونکې ناروغي ده چې د واکسين د منظم تطبيق له لارې يې وقايه کېدلى شي، ان دغه ناروغي د ماشومانو د مړينې لامل هم ګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










