کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): بېلابېلې سرچينې د فوټبال فدراسيون مشر تورنوي چې د هغه د قانوني مودې د شاوخوا درېيو مياشتو په تېرېدو سره د ټاکنو ترسره کولو ته حاضر نه دى، خو د فدارسيون وياند وايي چې فيفا تر اوسه پورې د ټاکنو له ترسره کولو سره هوکړه نه ده کړې.
د افغانستان د فوټبال ملي ټېم پخواني روزونکي علي عسکر لعلي کمک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد د فوټبال په فدراسيون کې د "قانوني سرغړونو" او "ستونزو رامنځته کېدو" په اړه د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) ته شکايت کړى دى.
هغه وويل: "هغه کارونه چې اوسمهال د فوټبال په فدراسيون کې روان دي، نمايشي دي او داسې کوم پروګرام چې د هېواد د فوټبال روښانه راتلونکې لپاره په کې اغېز پروت وي، شتون نه لري."
لعلي زياته کړه: "د افغانستان د فوټبال فدراسيون له مودې راهيسې په ځوړند حالت کې دى او کوم پروګرام نه لري او يو دليل يې هم د فوټبال د رييس د کار پاى ته رسېدل دي چې تر اوسه پورې له دريو مياشتو راهيسې په غيرقانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي."
د ملي ټېم د پخواني روزونکي په وينا، د فوټبال فدراسيون رياست د ټاکنو ترسره کولو نېټې تېرېدل ناوړه پايلې درلودلى شي چې په هېواد کې د فوټبال ودې، په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د شتون پر لړۍ او دغه راز د هېواد د فوټبال پر باور او ټولنيز ناوړه اغېز پرېباسي.
علي عسکر لالي وويل: "د فوټبال فدراسيون په اوسني مشرتابه کې غيرمسلکي او ناتوانه کسان ځاى پر ځاى شوي او له بده مرغه د هېواد د فوټبال فدراسيون په اوسني بنسټ ليک کې دغه ځانګړنې په پام کې نه دي نيول شوې، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو د فدراسيونونو په بنسټ ليکونو کې شتون لري، له همدې امله دغه بنسټ ليک تر اوسه پورې د فيفا له لوري نه دى تاييد شوى."
د هغه په وينا، بايد د رڼو او غوره ټاکنو د ترسره کولو لپاره د فدراسيون رييس د فدراسيون رياست د ټاکنو له ترسره کولو يوه مياشت وړاندې بايد استعفا ورکړي، خو تر اوسه بيا دغه کار نه دى شوى.
خو د هېواد د فوټبال ملي ټېم پخواني روزونکي کمک څرګنده کړه، که چېرې دغه ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو له موجوديت پرته ترسره شي نو هېڅ ډول مشروعيت به ونه لري.
د فوټبال فدراسيون يوه ولايتي مشر چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د فوټبال فدراسيون د ولايتي مشرانو له جملې يې ٢٢ کسانو له ولسمشر څخه په يوه اعتراضي ليک کې، د فوټبال فدراسيون د نوي مشر د غوراوي غوښتنه کړې ده.
نوموړي، د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم په زور وينې او سليقوي چلند تورن کړ او ادعا يې وکړه، چې نوموړى د ټاکنو له ترسره کولو سره لېوالتيا نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فراه ولايت د فوټبال فدراسيون مشر او د ياد ليک يو لاسليک کوونکى عبدالاحد ځلند ادعا وکړه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دغه ولايت کې د فوټبال د ودې او معياري کېدو لپاره هيڅ ګام نه دى پورته شوى.
د هغه په وينا، د فدراسيون رياست په خپل سليقوي چلند سره په داسې حال کې چې په فراه کې يې د فوټبال پرمختګ لپاره هيڅ ګام نه دى پورته کړى؛ په يو شمېر نورو ولايتونو کې بيا څو لوبغالي جوړ کړي دي.
ورته مهال د ولسي جرګې د ځوانانو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، بدني روزنې، او روغتيا کميسيون مشر محمد نعيم لالي حميدزي په يوه ليک کې د ياد فدراسيون د ټاکنو ترسره کولو د ځنډولو په اړه اعتراض کړى دى.
په دغه ليک کې چې پژواک يې هم يوه کاپي ترلاسه کړې، څرګنده شوې چې کرام الدين کريم د ياد فدراسيون د مشر په توګه د خپلې قانوني دورې له پاى ته رسولو له امله د ټاکنو له ترسره کولو پورې؛ د دغه فدراسيون د استازو د ګومارنې او يا بدلون حق نه لري.
لالي ورته مهال په دې ټينګار کړى چې کريم دغه راز په ياده موده کې بايد د فدارسيون له بوديجې هم ګټه پورته نکړي او نه هم له بوديجې څخه د خپل ټاکنيز کمپاين لپاره ګټه واخلي.
خو د فوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي د مطرح شوو ادعاو د ردولو تر څنګ ويلي چې کرام الدين کريم ټاکنو ترسره کولو ته چمتو دى، خو دغه موضوع تر اوسه پورې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري نه ده تاييد شوې.
نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه چې تر اوسه پورې د ټاکنو ترسره کولو ته څلور مياشتې پاتې دي او ځينو کړيو د فدراسيون د له منځه وړلو لپاره کارونه پيل کړي.
کرام الدين کريم له تېرو ١٣ کلونو راهيسې د فوټبال فدراسيون د مشر په توګه دنده ترسره کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










