منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرکټ بورډ ادارې د شاه پور ځدراڼ ستونزې او شکایتونه واورېدل

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ ستونزې او شکايتونه واورېدل او هغه ته يې سپارښتنه وکړه چې د کرکټ ادارې اصولو او مقرراتو ته درناوى ولري.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغوي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس شکرالله عاطف مشعل له ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ سره وکتل.

هغه زياته کړه، شاپور ځدراڼ په دې ليدنه کې د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس عاطف مشعل ته مبارکي وويله او له هغه یې مننه وکړه چې دی يې ور وغوښت او ستونزو او شکايتونو اورېدلو ته يې وخت ورکړ.

ځدراڼ ويلي، د کرکټ ټولو لوبغاړو هېواد ته خوښۍ او وياړونه راوړي او د نوي مشرتابه په شتون کې به کرکټ نور هم پرمختګ وکړي او ملي لوبغاړي به د پخوا په څېر هېواد او هېوادوالو ته نور وياړونه هم راوړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د کرکټ بورډ ادارې ټولو اصولو او قوانينو ته به احترام او درناوى لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل، له شاه پور ځدراڼ سره په خبرو کې وويل چې تاسو ملي اتلان ياست او دى به ستا د قضيې په اړه څېړنه وکړي.

د يادونې ده، شاه پور ځدراڼ څه موده مخکې په يوه مرکه کې شکايت کړى و چې د کرکټ ادارې له خوا ورته د لوبو اجازه نه ورکول کېـږي او معاش يې هم پرې بند کړى دى.

خو د کرکـټ بورډ نوى رييس عاطف مشعل وايي، له هر لوبغاړي سره چې چا سليقوي چلند کړی وي له ادارې څخه به يې وباسي.

ده زياته کړه: ((زه په ټوله معنا ستاسو ټولې مشروع، قانوني او اصولي غوښتنې په پوره کړم او د هېڅ لوبغاړي حق به نه خوړل کېږي. ))

هغه له شاه پور او نورو ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د کرکټ او د ادارې ټول قوانين او اصول په پام کې ونيسي.

هغه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د شاه پور ځنډېدلى معاش دې ورته ورکړل شي او له دې وروسته هره پرېکړه به د لوبغاړو په هکله د ډسپلين کمېټه کوي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس له شاه پور ځدراڼ څخه هم وغوښتل چې د با صلاحيته لوبغاړي په څېر خپله لوبه او کرکټ په عادي توګه مخې ته يوسي او هېڅ اندېښنه دې نه کوي.

د يادونې ده، د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي رييس پرون د خپلو پلانونو اعلانولو پر مهال په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د خپه وو لوبغاړو د پخلا کولو لپاره يې يوه کمېټه جوړه کړې او دې کمېټې پرون له ملي لوبغاړي شفيق الله شفق سره لومړۍ ناسته وکړه، پر هغه يې بنديز لرې کړ او ورسره یې د نوي قرارداد سپارښتنه هم وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې