منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۱ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د نساجي نوې فابریکې فعالیت پیل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٥ مرغومی ۹۵): په بلخ ولايت کې د نساجي نوې فابريکه جوړه شوې چې ١٥٠ کسان په کې کار کوي او هره ورځ زرګونه متره رخت توليدوي.

د فابريکې مسوولينو له دولته د خپلو توليداتو د ډېرېدو په برخه کې د جدي ملاتړ غوښتنه وکړه.

د دې فابريکې مالک حاجي بريالي نبي زاده د مرغومي په ٥مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې ياده فابريکه له تېرې يوې مياشتې راهیسې په مزارشريف ښار کې پر فعاليت پيل کړی، خو تر اوسه يې رسمي پرانيسته نه ده شوې.

نوموړي د فابريکې د توليداتو په تړاو زياته کړه چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰زره متره رخت او ۱۵۰۰ کیلوګرام تارونه توليدوي.

نبي زاده وويل چې په فابريکه کې يې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې چې یوازې شپېته يې مېرمنې دي.

د فابريکې یوه کار کوونکي مرتضی پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو يې د کار د نشتوالي له امله ژوند تريخ و.

نوموړي زياته کړه: ((څو ځله مې تصميم ونیو چې ايران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شم؛ خو وس مې ونه رسېده، ښه شو چې دې فابريکې ته مې لاره شوه.))

هغه پر خپلې دنده خوښ و او له نورو سوداګرو يې هم د ورته پانګونې غوښتنه وکړه.

د فابريکې څښتن نبي زاده وويل چې په جوړېدو يې له ۶۰ ميليونه افغانيو ډېره پانګونه کړې ده او غواړي چې توليدات يې يوازې په افغانستان پورې رالنډ نه، بلکې نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.

نوموړي زياته کړه چې د خپلو توليداتو د کچې لوړېدو لپاره په ځينو برخو کې د دولت جدي ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه وويل چې د فابريکې د ځای ظرفيت د دوی د ماشينونو او توليداتو له اړخه کوچنی دی او همداراز يې د برېښنا د کمښت ستونزه هم جدي وبلله.

د بلخ د والي وياند په مزارشريف ښار کې د نساجي فابريکې جوړېدل ګټوره سوداګريزه چاره وبلله.

نوموړي پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزو چارواکو تل د ورته پانګونې ملاتړ کړی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونو اداري مرستيال عبدالوهاب دلسوز پژواک ته وويل چې پر فابريکو پانګونه نه يوازې د سوداګر شخصي ګټه ده، بلکې د کورنيو توليداتو د ودې له امله د افغانستان د ځان بسيا کېدو پر لور بېسارې کړنه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد