منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بريټانيايي ځواکو د فوټبال لوبډلې الماني ځواکونو ته يو-صفر ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): کابل کې نن د مېشتو بريټانيايي او الماني ځواکونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شوه.

د يادې سيالۍ موخه په ١٩١٤ زېږديز کال کې د نړۍ لومړۍ نړيواله جګړه کې لنډمهاله اوربند او د عيسويانو اختر (کرسمس) بلل شوې ده.

د غوڅ ملاتړ لسګونه ځواکونه د يادې سيالۍ د ليدو په موخه سره راټول شوي و، چې په پايله کې يې د بريټانيايي ځواکونو د فوټبال ټيم د يو-صفر پر وړاندې د الماني ځواکونو فوټبال ټيم ته ماتې ورکړه.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو يوه افسر او د يادې سيالۍ يوه کتونکي جګړن روجر ميت کالف  Major Roger Metcalfe، پژواک ته وويل چې ورزش او لوبغاړي د کرکو او جلاوالي ټول سرحدونه له منځه وړي.

هغه وويل: "له نن ١٠٢ کاله وړاندې بريټانيايي او الماني ځواکونه چې هغه مهال د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې د يو بل پر وړاندې ولاړ و، د کرسمس لپاره يې يوه ورځ اوربند وکړ ، يوه بل ته يې ډالۍ وړاندې کړې او د فوټبال يوه دوستانه لوبه يې ترسره کړه."

نوموړي هيله څرګنده کړه، څو ياده سيالي د هغو افغانانو لپاره چې اوسمهال په جګړه کې دي، ډېر  ښه پيغام ولري ، دوى له جګړې او عام وژنې لاس واخلي او د خپل هېواد د پرمختګ او پراختيا لامل شي.

د فوټبال ټيم يوې لوبغاړې او د بريټانيايي ځواکونو يوې سرتېرې مېرمن جاد رامنليJade Ramnley وويل: "دلته سره راټول شوي يو، څو د لومړۍ نړيوالې جګړې د قربانيانو د ياد په موخه لوبه ترسره کړو او د هغه وخت خاطرې چې څرنګه بريټانيايي ځواکونو له الماني ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې کرسمس ونمانځه، يادې کړو."

د هغې په وينا، په ياده ورځ د دواړو هېوادونو سرتېري له سنګرونو رابهر شول، يوه بل ته يې ډالۍ ورکړې او د فوټبال دوستانه لوبه يې ترسره کړه.

نوموړې زياته کړه، چې نن د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ښه لوبه ترسره شوه او هغې د خپل ټيم لپاره غوره لوبه وکړه.

د بريټانيايي ځواکونو د ټيم روزونکي هيګس سميت Higgs smith له پژواک سره په خبرو کې وويل: "کرسمس يوه ځانګړې ورځ ده او دا ورځ د دې لامل شوه، څو هغه دوه ځواکونه چې د يو بل پر وړاندې جنګېدل؛ يوه ورځ يې له جګړې لاس واخيست او په ګډه سره يې دغه  ورځ ونمانځله."

هغې زياته کړه: "دا چې له خپلو کورنيو لرې يو، نو دا زموږ لپاره يو فرصت دى څو سره راټول شو او هغوى ته د کرسمس ورځې مبارکي ووايو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې