کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي، د ځمکې د حرارت درجې د لوړېدو او د هوا د ککړتيا له امله، په راتلونکو څو مياشتو کې د واورې ورېدل امکان نه لري، خو د باران د ورېدو اټکل شته دى.
د کابل د هوا پېژندنې مشر سيد رضا موسوي له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، د ځمکې د حرارت درجې لوړېدل د نړۍ په کچه د اقليم د بدلون لامل شوى دى.
د ده په وينا، په کابل ښار کې د چاپېريال ککړتيا پر دې سربېره چې د تنفسي ناروغيو د رامنځته کېدو لامل شوې؛ د واورې پر نه ورښت هم اغېز کړى دى.
موسوي زياته کړه: "په شمالي قطب کې د اقليم بدلون، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د اقليم د بدلون لامل شوى، چې له امله يې د واورې ورېدو کچه راټيټه شوې ده."
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په شمالي قطب کې د حرارت درجه ٢٠ درجو ته لوړه شوې او د اقليم دغه بدلون پر ټاکلي وخت د ورښتونو د نه کېدو لامل شوى او يا هم کوم ورښتونه چې کېږي، له امله يې سېلابونه رامنځته کېږي.
هغه څرګنده کړه، چې سږ کال به په يو شمېر ولايتونو لکه بلخ، بدخشان، شمال ختيځو سيمو او سالنګونو کې واوره وشي، خو د تېر کال په پرتله به کم وي.
د موسوي په وينا، کابل کې د نفوس زياتوالى، د موټرو ډېروالى، د خښتو د بټيو شتون، حمامونه او نورې فابريکې په دې ښار کې د فضا د ککړتيا لامل شوي، چې له امله يې ډېر شمېر کسان پر تنفسي ناروغيو اخته شوي دي.
هغه زياته کړه: "که چېرې په کابل کې ورښت هم کېږي، شايد باران وشي، نه واوره، ځکه د چاپېريال هوا د ورښت پر څرنګوالي اغېز لري.
خو نوموړي هيله څرګنده کړه، چې سږ کال به د مرغومي، سلواغې او کب په مياشتو کې ورښتونه وشي.
هغه وويل: "که چېرې په دغو مياشتو کې بارانونه ونه شي، نو د راتولونکي کال په وري، غويي او غبرګولي مياشتو کې د کافي اندازې ورښتونو اټکل شته، چې په هېواد کې به د وچکالۍ مخنيوى وکړي."
د عامې روغتيا وزارت د بين الدول اړيکو مسوول وحيدالله مجروح پژواک ته وويل، ډېر شمېر کابل ښاريان د هوا د ککړتيا له امله پر تنفسي ناروغيو اخته شوي دي.
نوموړي د يادو ناروغو د کره شمېر په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، کوم سکټورونه چې د ناروغيو د وقايې په برخه کې کار کوي؛ بايد ښاري خدمتونه په چټکۍ سره ترسره کړي، څو د هوا د ککړتيا مخه ونيول شي.
مجروح زياته کړه: "دغه سکټورونه بايد د چاپېريال ساتنې اوږدمهاله پاليسي ولري. په لومړي ګام کې بايد د خښتو د بټيو او حمامونو له دود چې تر ډېر هوا ککړوي، مخنيوى وکړي."
ورته مهال د يو شمېر روغتونونو ډاکټران وايي، په کابل ښار کې په وروستيو دوه اونيو کې په ماشومانو او عمر خوړلو کسانو کې د تنفسي او سينه-بغل ناروغيو کچه لوړه شوې ده.
د روغتيايي چارو د متخصصينو په وينا، کورنۍ بايد خپلې خونې مناسبې او له دود پاکې وساتي، خپلو ماشومانو ته ګرمې جامې ور واغوندي او بهر ته د ماشومانو له تګ څخه مخنيوى وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










