منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرکټ بورډ په هلمند کې له بېځایه شوو سره مرسته وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۶ مرغومی ۹۵): په هلمند کې د کرکټ بورډ د مشر او ملي لوبغاړو له لوري له درې سوه کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دغو مرستو د وېش لړۍ نن (د مرغومي ٦مه) په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل او  د ملي لوبډلې د لوبغاړو اصغر ستانکزي، محمد نبي عيسى خېل، ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ له لوري پيل شوه.

د يادو مرستو د وېش پر مهال مشعل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى غواړي د کرکټ تر څنګ په نورو برخو کې هم هېوادوالو ته خدمت وکړي.

د هغه په وينا، دغه مرستې د کرکټ بورډ، د کرکت ملي لوبډلې او يو شمېر نورو شرکتونو له لوري چمتو شوې دي.

ده وويل چې یادې مرستې به په لښکرګاه کې د وروستيو جګړو له امله له بې ځايه شوو کورنيو سره کېږي.

د مشعل د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې اوړه، بوره، غوړي او ځیني نور خوراکي توکي شامل دي چې د يوې کورنۍ د يوې مياشتې لپاره بسنه کوي.

د هلمند والي حيات الله حيات د يادو مرستو د وېش پر مهال د کرکټ بورډ له چارواکو او ملي لوبغاړو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

حيات وويل چې ټول بايد په خپل وار سره د بېوزلو کورنيو لاسنيوى وکړي، څو اقتصادي ستونزې يې هوارې شي.

د يادو مرستو اخيستونکو له ډلې د شفيقې په نوم يوې ښځې پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې موږ سره کمک وشو، خو دا زموږ مشکلات نه شي حل کولاى.))

هغې له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې په هلمند کې له جګړه ځپلو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي ځکه په ډېرو ستونزو کې دي.

په هلمند کې د کرکټ د ولايتي دفتر مشر جانان پولادوال پژواک ته وويل چې د کرکټ بورډ مشر او ملي لوبغاړي به په دغه ولايت کې د کرکټ د لوبغاړو ستونزې هم واوري.

هغه وايي چې دغه ستونزې به دوی بيا په کابل کې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي او د حل لارې به ورته پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې