منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٧ مرغومی ۹۵): د کرکت بورډ چارواکي وايي چې ډېر ژر به په هلمند ولايت کې د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې پيل شي.

دغه څرګندونې د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل د مرغومي په ٧مه په هلمند ولايت کې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبغالي جوړلو لپاره بوديجه ځانګړې شوې، تړون شوى او ځمکه يې هم مشخصه شوې ده.

د ده په وينا، د دغه لوبغالي مالي لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول کېږي او چارې به یې ډېر ژر پيل شي.

خو هغه د چارو د پيل کره نېټه په ګوټه نه کړه.

ده زياته کړه چې دغه لوبغالى به په نړيوالو معيارونو برابر وي او د ليدونکو لپاره به ځانګړى ځاى ولري.

مشعل وويل: ((موږ غواړو د هلمند د ځوانانو لپاره په اړوند برخه کې بنسټیز کارونه وکړو، یوه اکاډمي جوړه کړو چې وخت پر وخت به له کابله مسلکي روزنکي دغه ولایت ته راځي او ځوانان به روزي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان د کرکټ لوبه کوي چې يو شمېر له دوی سره راجستر هم دي خو بيا هم دغه ځوانان د کرکټ په برخه کې روزنې ته اړتياوې لري.

په هلمند کې د کرکټ بورډ د ولايتي دفتر مشر جانان فولادوال هم د ياد لوبغالي پر جوړېدو خوښي وښوده او پژواک ته يې وويل چې د کرکټ به برخه کې ځيني نور وړانديزونه هم لري چې د کرکټ بورد له عمومي رييس سره به يې شريکي کړي.

خو دغه غوښتنې په ډاګه نه کړې.

په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ لوبغاړي مدثر دعوت پژواک ته وويل چې د کرکټ په برخه کې په هلمند کې د پام وړ استعدادونه شته دي.

هغه وايي: ((که لږ پر موږ کار وشي، نو ډېر ژر به له هلمند څخه څو تنه د ملي لوبډلې لپاره غوره شي.))

د يادونې ده، دا مهال په هلمند کې سلګونه ځوانان په بېلابېلو ځايونو کې کرکټ کوي خو د لوبو لپاره مشخص ځاى نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې