کندهار (پژواک ٧ مرغومى ٩٥): د کرکټ بورډ عمومي مشر کندهار ته سفر وکړ او ویې ویل چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د کرکټ یوه معیاري اکاډمي جوړه شي.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل چې د ملي ټیم له څو لوبغاړو اصغر ستانکزي، محمد نبي، نجیب ځدراڼ او ګلبدین نایب سره یو ځای تېره ورځ هلمند تللی و، نن کندهار ته راغی.
نوموړي په کندهار کې د هندوستان په مرسته د کرکټ د جوړېدونکي لوبغالي څخه لیدنه وکړه او د دې ولایت له والي او نورو چارواکو سره یو ځای یې په یوه غونډه کې ګډون وکړ.
مشعل پژواک اژانس ته وویل، خوښ دی چې د کرکټ بورډ د مشر په توګه د کار له پیلولو وروسته خپل لومړی سفر له لوی کندهار څخه پیلوي.
هغه زیاته کړه، دا سیمه ده ته ځانګړی ارزښت لري او دغلته به کرکټ ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي له هندوستان څخه مننه وکړه چې په یو میلیون ډالر مرسته یې دغلته د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو چارې روانې دي.
خو هغه خواشیني وښودله چې په دغه لوبغالي کې ځینې تخنیکي چارې معیاري نه دي.
هغه د کرکټ په لوبغالي کې د جوړېدونکې ودانۍ یادونه وکړه چې د ده په وینا، معیاري نه ده او دغه راز یې وویل چې په دغه لوبغالي کې د نندارچیانو لپاره د څوکیو نصبول په پام کې نه دي نیول شوي.
دغه راز ده زیاته کړه په لوبغالي کې یوارې درې سټنډونه بسنه نه کوي، بلکې دلته باید درې نور هم جوړ شي.
د ده په خبره، په دغه لوبغالي کې به د نورو لوبو تر څنګ د شپږیزې لوبې هم کېږي، په همدې بنسټ ټولې اړتیاوې یې باید پوره شی.
نوموړي ژمنه وکړه چې په دغه لوبغالي کې به د یادو شوو ټولو چارو تر سره کولو ته پاملرنه کوي.
خو مشعل یادونه وکړه چې په دې سیمه کې کرکټ تر هغه وده نه شي کولای چې د کرکټ معیاري اکاډمي نه وي جوړه شوې.
login or register a new account.