هرات ښار (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): له نسوارو استفاده په هرات کې مخ په زياتېدو ده چې د ورۍ د سرطان په ګډون د زياتو ناروغيو لامل ګرځي.
د هرات ښار اوسېدونکى ٧٠ کلن غلام غوث له شلو کلونو راهيسې د نسوارو کارونې تر څنګ د يادو توکو له برابرولو اوپلورلو څخه د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي.
نوموړي وويل چې اوس يې د نسوارو پلور زيات شوى او هره ورځ د نسوارو خرڅولو له اړخه، له څلور زرو تر پنځه زرو افغانيو عايد ترلاسه کوي.
غلام زياته کړه چې د نسوارو له زيانونو څخه بې خبره دي.
نسوار چې د ناس په نوم هم يادېږي، د تمباکو او توتون له محصولاتو څخه دي چې د زيانونو په اړه يې لږ بحث شوى دى.
د هرات ياد اوسېدونکي پژواک ته وويل: "نسوار د تنباکو له ټکول شوو پاڼو، چونې او لرګي له ايرې څخه جوړېږي."
هغه زياته کړه چې يوه پوړۍ نسوار له پنځو تر لسو افغانيو پلورل کېږي او په هېواد کې د تنباکو تر ټولو ارزان محصول دى.
هرات کې يو شمېر نسوار پلورونکي وايي چې زيات پېرودونکي يې ځوانان دي.
په هرات کې د غوث احمدي په نوم بل نسوار پلورونکي پژواک ته وويل: "د نسوارو خرڅلاو بازار په دې ورځو کې تود دى؛ په ورځ کې له دوه سوو تر درې سوو پاکټه نسوار خرڅوو."
٣١ کلن بهادر تيموري چې د هرات ښار اوسېدونکى دى، پژواک ته يې وويل: "١٢ کاله کېږي چې نسوار اچوم، خوله مې بد بوى کوي او د معدې تېزاب مې هم زيات شوي دي."
نوموړي زياته کړه چې څو ځلي يې هڅه کړې چې نسوار خوشي کړي؛ خو په دې کار نه دى بريالى شوى.
په ورته وخت کې هرات ښار ځيني اوسېدونکي وايي چې د نسوارو کاروونکي د ژوند چاپېريال ته هم زيان اړوي.
د هرات ښار اوسېدونکي محمد سردار وويل: "ډېرى نسوار کاروونکي د نسوارو له زيانونو بې خبره دي، نسوار د دې تر څنګ چې د هغوى روغتيا خرابوي، چاپېريال هم ککړوي."
د هرات ښار بل اوسېدونکي صابرشاه وويل: "له بده مرغه ځيني کسان چې له نسوارو ګټه اخلي، خپل نسوار پر واټونو تو کوي چې دغه کار د چاپېريال ککړتيا لامل هم کېږي.
په هرات کې د چاپېريال روغتيا امريت غړي رفيق رحيمي پژواک ته وويل چې د نسوارو له پلور څخه د مخنيوي قانون شتون نه لري.
خو هغه زياته کړه چې ياده اداره تر يو بريده توانېدلې څو د نسوارو ضررونو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي.
سربېره پر دې په هرات کې د روغتيايي چارو کارپوه ډاکتر بهنام فردېس د معلوماتو له مخې، په نسوارو روږدي کسان د خولې، غاښونو ورستېدو او په ځانګړې توګه د اورۍ سرطان په ناروغيو اخته کېداى شي.
څوکاله وړاندې چې د هېواد په مرکز کې کومه سروې ترسره شوې وه، ښيې چې شاوخوا ٣٥سلنه افغانان د تمباکو په محصولات روږدي دي او ٥٠ سلنه خلک په غير مستقيم ډول د نورو معتادانو له لوري د تنباکو او مشتقاتو له کارولو څخه زيانمن کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










