منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بودیجې کموالي په ننګرهار کې روغتیايي خدمات ټکني کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي چې دغه ولايت ته د کمې بوديجې ورکړې، روغتيايي سکټور له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال او د جلال اباد د حوزوي روغتون رييس ډاکټر احسان الله شينواري د مرغومي په ۱۵مه په ملکي روغتون کې په دې اړه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په دې اړه معلومات ورکړل.

د عامې روغتيا رييس وويل، ننګرهار ته د روغتيايي سکټور لپاره بوديجه د یو عشاريه پنځه ميليونه وګړو ورکول کېږي؛ خو دغه ولايت اوسمهال نږدې ۴ ميليونه نفوس لري چې ياده بوديجه ورته بسنه نه کوي.

ډاکټر نجيب الله کامه وال دغه د کاري پرسونل کموالی هم د دغه سکټور پر وړاندې ستونزې په ګوته کوي او له مرکزي دولت او په ځانګړې توګه د عامې روغتيا له وزارته د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

نوموړي په ورته وخت کې د يادې ادارې د تېر يوه کال د فعاليتونو په اړه هم معلومات ورکړل چې په خبره يې د درملنې تر څنګ يې د روغتيايي سکټور د پراختيا، بيارغونې او نوو کدرونو د روزنې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي دي.

کامه وال دا هم وويل چې تر ۱۳۹۸ کال پورې به د دغه ولايت زر بستريز روغتون (ختيځ روغتيايي کمپلکس) کارونه هم بشپرېږي چې اوس يې چارې تر په چټک ډول دوام لري.

هغه زياته کړه: ((په راتلونکو څو مېاشتو کې په همدغه کمپلېکس کې د ولايتي روغتون بنسټ ډبره کېښودل کېږي، د معتادينو روغتون بشپړ شوی، د فاطمه زهرا روغتون چارې پيل دي، څو نور بخشونه هم تر کار لاندې دي.))

ډاکټر کامه وال دغه راز په ننګرهار کې د پښتورګو د روغتون په اړه وويل چې تازه هلو ځلو په نتيجه کې به درې مياشتې وروسته دغه روغتون عملاُ فعاليتونه پيل کړي.

هغه د تاريخ تېره او بې کيفيته درملو د کنټرول په اړه وويل: ((دا وړه موضوع نه ده، که امنيتي سکټورونه په ځانګړي توګه سرحدي پوليس او ګمرک اداره په دې برخه کې کمک ونه کړي ستونزه نه شي حل کېدای، بله دا چې دغې موضوع باندې کار روان دی او د دوا په برخه کې قراردادونه به حکومت کوي.))

بلخوا د ننګرهار د حوزوي روغتون رييس ډاکټر احسان الله شينواري په دغه روغتون کې د خلکو د شکايتونو په اړه وويل چې د پرسونل کموالی او د مراجعينو ګڼوالي دغه ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه وايي، که په روغتون کې د يو چا ناروغ بستر وي؛ نو ورسره له پنځو نيولې تر لسو پورې پايوازان راځي چې ګڼه ګوڼه يې زياته کړې او ډاکټران هم له ناسم چلند کار اخلي.

نوموړي په ورته وخت کې د پرسونل کموالی او روغتون ته د وسله والو کسانو او زورواکو راتګ هغه څه ياد کړل چې په خبره يې د ناروغانو درملنه يې ټکنۍ کړې ده.

دی وايي، د پرسونل په برخه کې يوه بله ستونزه دا هم ده چې ۷۰ سلنه ډاکټران متخصص نه دي چې په دې برخه کې يې د وزارت پر پاليسۍ نيوکه وکړه.

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې ټول ۱۲۷ روغتيايي مرکزونه دي چې يو يې مرکزي او ۲۶ نور روغتونونه او پاتې نور يې صحي کلينيکونه دي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې هم د ننګرهار له ملکي روغتونه د خلکو شکايتونه زيات شوي وو په ځانګړې توګه د شپې لخ خوا نوکريوال ډاکټران ناروغانو او پايوزانو سره په ناسم چلند تورن شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا