منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د کرکټ سیالۍ د ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۵): په هلمند کې د ١٢ لوبډلو تر منځ د کرکټ پيل شوې سيالۍ، د ازاد لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

په هلمند کې د کرکټ بورد ولايتي مسوول جانان فولادوال د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ ١٥ ورځې وړاندې پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

هغه وويل چې دغه سيالۍ د خبريالانو د خونديتوب او معلوماتو ته د لاسرسي تر نامه لاندې په لاره اچول شوې وې.

د فولادوال په وينا، په دې سياليو کې ١٢ لوبدلو ګډون کړى و چې ازاد لوبډلې لومړی، شفيق لوبډلې دويم او شاهين لوبډلې درېيم ځاى خپل کړ.

د ازاد لوبډلې لوبغاړي شريف الله پژواک ته وويل، سره له دې چې اړين امکانات يې نه درلودل خو بيا يي هم وکولاى شول چې په دې سياليو کې لومړى ځاى خپل کړي.

هغه زياته کړه: ((د لوبو لپاره ځاى نه لرو نور امکانات هم نه لرو، ځوانان بايد ورزش ته وهڅول شي تر څو له نشه يي توکو څخه لاس واخلي او که ځوانان ورزش ته مخه کړي نو امنيت به هم ډېر ښه شي.))

دغه راز د شېرزاد لوبډلې غړي ګل ولي پژواک ته وويل: ((موږ دلته په خاورو او ډبرو کې لوبې کوو، هېڅ امکانات نه لرو.))

د هغه په اند که چېرې د هلمند ځوانانو ته امکانات برابر شي نو دوى په ملي لوبډله کې د لوبو وړتياوې لري.

خو په هلمند د کرکټ ولايتي مسوول وايي چې يوه مياشت وروسته به د لښکرګاه ښار د ساپيانو په سيمه کې پر شل جريبه ځمکه د کرکټ لوبغالۍ د جوړېدو چارې پيل شي.

هغه وويل دوی په پام کې لري چې په دغه ولايت کې د کرکټ يوه اکاډمي هم جوړه کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د هلمند له بېلابېلو برخو څخه ٧٥ د کرکټ لوبدلې له دوی سره راجستر شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې