منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ ملي لوبډله په صحرا شل اوریز جام کې د ګډون لپاره اماراتو ته روانه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): په متحده عربي اماراتو کې پیلېدونکو د صحرا جام شل اووریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه او نن د اماراتو په لور وخوځېده.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ملي لوبډله چې د پخوانۍ غوراوي کمېتې له لوري ټاکل شوې، په لاندې ډول ده.

محمداصغر ستانکزی (لوبډلمشر) نوروزمنګل، محمد شهزاد، محمدنبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فریداحمد ملک او نوین الحق مراد.

د یادونې ده، نوروز منګل له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د هغه خدمتونو ته په درنښت د صحرا جام شل اووریزو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړ، څو په رسمي توګه خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي.

خو فريد هوتک وايي، نوروز منګل او نوین الحق د متحده عربي اماراتو د ویزې ستونزه لري، د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي چې د هغوی د ویزو ستونزه هواره کړي او که چېرې دا ستونزه هواره نه شوه، نو د دوی پر ځای به عثمان غني او افتاب عالم لېږل کېږي، تر څو له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

د کرکټ ملي لوبډله نن د اماراتو په لوري روانه شوه.

د لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وويل چې پياوړې لوبډله ورته ټاکل شوې او ژمنه يې وکړه چې لوبغاړي به له ځانه وړتيا وښيي او ډک لاس به هېواد ته ستانه شي.

د صحرا جام سیالۍ چې په کې د دویمې درجې اته هېوادونه ګډون کوي، د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه پیلېږي .

یادې اته لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په الف ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه، له ایرلینډ سره، په ۱۶مه، له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نمیپیا سره ترسره کوي. د صحرا شل اووریز جام پای لوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې