کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٥): کم خوراک، د روژې نيول، نورو ته د وينې ډالۍ کول، ورزش، له خوب مخکې خوراک نه کول او د لمر له وړانګو ګټه اخيستل، د ژر زړښت، د زړه ناروغيو، اعصابو خرابۍ، زيات چاغوالي، شکر او سرطانونو د مخنيوي سبب ګرځي.
ډاکتر فيض الله کاکړ وايي چې د انسان په بدن کې د حجرو د روغتيا تر ټولو مهم راز چې نږدې له ټولو ناروغيو سره تړاو لري، د حجرې په منځ کې د مايټو کاندريا (Mitochondria) په نوم د يوې مايکروسکوبي عضوې سم کار دى.
د هغه په خبره، مايتو کاندريا د بدن د انرژۍ جوړولو دنده لري او نه فعالیت یې د عصبي، د حافظې د کمزورتیا، د ډېر چاغوالي، شکرې، د زړه، سرطانونو، د مفاصلو او نورو ناروغيو لامل ګرځي.
هغه زياتوي، هغو لاملونو ته پاملرنه چې مايتو کاندريا غده سالمه ساتي، ډېره اړينه ده؛ ځکه چې د مايتو کاندريا روغتيايي ستونزې کولى شي چې انسان له وخت وړاندې زوړ او ناتوان کړي.
د کاکړ په خبره، د مايتو کاندريا د روغ ساتلو لپاره بايد په بدن کې د (Fe) وسپنې د ډېر والي نه په هرو څو مياشتو کې نورو ته د وينې ډالۍ کولو له لارې مخنيوى وشي، ورزش وشي، د ويده کېدو او ډوډۍ خوړلو تر منځ بايد لږ تر لږه درې ساعته واټن رعايت شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په اوونۍ کې بايد د لمر له وړانګو له درېيو تر څلورو ساعتونو پورې ګټه واخيستل شي، هغه هم داسې چې د لمر وړانګې له ١٥ تر ٢٠ دقيقو پورې د انسان د بدن لوڅو برخو لکه لاسونو، پښو او نورو باندې ولګېږي. لمر د مايتو کاندريا د روغ ساتلو لپار هم مهم او اړين دى.
خو هغه وايي: ((د لمر وړانګې چې کله له ښيښې تېرې شي، خپلې ګټورې اغېزې له لاسه ورکوي او حتا ضرر لري؛ ځکه خو بايد له ښيښې تېرې شوې وړانګې د انسان پر لوڅ بدن ونه لګېږي. د انسان د بدن هغه برخې چې لمر پرې لګېدلى، بايد د ٢٤ ساعتونو لپاره په صابون ونه مينځل شي، خو په اوبو يې مينځل څه ستونزه نه لري.))
ډاکټر کاکړ کم خوراک او د روژې نيول، د مايتو کاندريا غدې د روغ پاتې والي لپاره اړين بولي او وايي چې روژه د (Growth Hormone) ودې او پايښت هورمون د يوه روژه لرونکي په وينه کې ٢٠ چنده زياتوي او د دغه هورمون فعاليت د بېلابېلو روغتيايي بدلونونو سبب ګرځي او له ډېر ژر زړښت نه مخنيوى کوي.
نوموړي زياته کړه: ((روژه په مغز کې نوي سلولونه رامنځته کوي. د سلولونو وده د مغز په (Hippocampus) برخه کې ترسره کېږي چې د انسان د حافظې او تعقل ځاى دى.
روژه همدارنګه بدن د (Toxins) مضر ماليکول نه خالي کوي او د بدن عمومي التهاب د مايتو کاندريا په فعال ساتلو سره ټيټوي او د روژې له امله د ګڼو ناروغيو مخنيوى کېږي.))
نوموړى سپارښتنه کوي چې د شکرې او زياتې نشايستې لرونکي خواړه بايد ډېر کم وکارول شي.
د هغه په خبره، پروټين په غوښه او حبوباتو کې شته دي او کمښت يې هم د روغتيايي ستونزو لامل ګرځي، ځکه خو انسان په ورځ کې د خپلو عضلاتو هر کيلو ګرام وزن لپاره يو ګرام پروتين ته اړتيا لري او ډېروالى يې ګټور نه دى.
د روغتيايي چارو دغه متخصص ټينګار کوي چې د مايتو کاندريا د ښه فعالیت لپاره بايد په خوړو کې ځيني غوړ لکه کوکانټ (coconut)، حیواني کوچ، زيتون او د کب غوړي چې ډېر مهم دي، شامل شي.
هغه وايي چې د انسان لپاره غوره خواړه د پورته ذکر شوو غوړيو کمه اندازه کارونه ده چې يوه اندازه حبوبات لکه دال، لوبيا، د چرک غوښه، کب، خو زيات پاخه او خام سبزيجات ورسره وي.
دوکتور کاکړ زياته کړه چې د مګنيزيم مهم عنصر د مايتو کاندريا د کار لپاره ډېر اړين دى او اړينه ده چې هره ورځ د دغه عنصر شاوخوا ٤٠٠ ملي ګرامه واخيستل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د مګنيزيم لرونکي خواړه عبارت دي له خامو پالکو او ټولو سبزيجاتو نه چې تېز شين رنګ لري او د دې تر څنګ د کدو زړي، د کب غوښې، تورو دالو، لوبيا، برون وريژو، مستو او نورو کې هم موندل کېږي.
د هغه په خبره، کوم کسان چې د مګنيزيم له کمښت سره مخ وي، د عضلو له شخ والي، زياتې ستړيا، ټنبلۍ، د خوب ستونزو، اضطراب او نورو سره مخ کېږي.
نوموړى وايي چې د مايتو کاندريا په ګډون د بدن حجرې د ځمکې له برېښنا ګټه اخلي او د ځمکې برېښنا هغه وخت بدن ته جذبېږي چې انسان پر ځمکه پلى مزل وکړي.
هغه وايي چې د ځمکې له برېښنا نه د ګټه اخيستلو غوره لاره دا ده چې په ريګلنه او نمجنه ځمکه او يا هم شنو کبلو قدم ووهل شي.
پر لغړه ځمکه قدم وهل او د ځمکې د منفي برېښنا جذب د دې لامل کېږي چې مثبت چارچونه (خطرناک) چې د ګرځنده مبايل د کارونې او يا هم د راډيو، ټلوېزيون د انتنونو او ګرځنده ټيلېفونونو او د فضا طبيعي څپې د انسان بدن ته جذب کېږي، شنډ کړي.
د ډاکټر کاکړ په خبره، هغه ګروپونه چې د برېښنا لګښت يې کم دى او د اېل اې ډي (LED) په نوم شهرت لري، د کار مايتوکاندريا لپاره مضر دي او دې ګروپونو ته له ډېرې نږدې ناستې دې ډډه وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










