کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو په موخه يو هر اړخيزه پروپوزل چمتو کړي.
افغانستان اوس مهال دکرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې (ايسو سي ايټ) غړيتوب لري، خو په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بې ساري پرمختګ کړى او د کرکټ د لومړۍ درجې يا بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته يې ماتې ورکړې ده.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ادارې عمومي رييس عاطف مشعل د يوې ځانګړې ناستې پر مهال له اړوندو کسانو څخه په دې اړه يوه کمېټه جوړکړې ده .
هغه زياته کړه، يادې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د بشپړ غړيتوب لپاره ټول معيارونه په نظر کې ونيسي او يو هر اړخيزه پروپوزل جوړ کړي.
دا چې افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لپاره ډېر کارونه ترسره کړي او ملي لوبډلې د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ماتې هم ورکړې ده، نو دغه غړيتوب ترلاسه ورکول خورا مهم دي.
د هوتک په وينا، د کمېټې غړو عمومي رييس ته ډاډ ورکړ چې په ژر فرصت کې د ټولو معيارونو په نظر کې نيولو سره به يو هر اړخيز پروپوزل جوړ او بيا به د کرکټ بورډ د عمومي رييس لخوا تر ارزونې وروسته د کرکټ نړيوالې شورا ته ولېږل شي.
د کرکټ د چارو کارپوهه او د لوبې سپورټي موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي چې که څه هم د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو لپاره ډېر کارونه په کار دي، خو افغانستان اوس ددې وړتيا لري چې دغه غړيتوب ترلاسه کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کرکټ ملي لوبډلې درېيو بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ويسټ انډيز، بنګله دېش او زمبابوې ته په بېلا بېلو لوبو کې ماتې ورکړې دي.
د څاروان په وينا، د افغانستان کورني کرکټ ډېر پياوړى شوى او په يو شمېر ولايتونو کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمي هم جوړې شوې دي.
دى وايي چې افغانستان تر ډېره بريده د کرکټ د نړيوالې شورا هغه شرطونه او غوښتنې پوره کړي، چې د بشپړ غړيتوب لپاره اړين دي، خو څاروان وايي چې په دې برخه کې بايد نور هم کار وشي.
د کرکټ بورد عمومي رييس عاطف مشعل څو ورځې مخکې د رسنيو له استازو سره په يوه ځانګړې ناسته کې ژمنه وکړه چې د کرکت د کابل نړيوال لوبغالى به نور هم پراخوي ، څو په کې د ٢٠ زرو تنو نندارچيانو د کېناستو ځاى پيدا شي او په دې لوبغالي کې به د بيارغونې نور کارونه هم ترسره شي.
دغه راز هغه زياته کړه چې د هېواد په پنځو زونونو کې به د کرکټ يو معياري اکاډمي جوړوي، چې په کې د روزنې او تمريناتو ټولې اسانتياوې به موجودې وي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










