ژبه

په زابل کې اتو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک،٢٠ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي ووچې په ترڅ کې يې اتو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارغنداب ولسوال برات خان د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په نهو بجو لسګونو وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر بېلا بېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، دا نښته چې د شپې تر ١٢ بجو يې دوام درلود، په ترڅ  کې يې درې پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي، درې پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي دي.

ولسوال وايي چې ټپيان د ولسوالۍ په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

برات خان وويل چې په دې نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.

د ارغنداب ولسوال زياتوي چې وسله والو طالبانو د جګړې پرمهال د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته هم نيولې او له ځان سره يې ۸ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او ۱ ميل راکټ هم وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.