جلال اباد (پژواک، ۲٥ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په ننګرهار کې د امنيت نشتوالی د سوداګرۍ او صنعت پر وړاندې ستر ګواښ دی او که صنعتي پارکونو ته ځانګړې قطعه جوړه نه شي؛ نو ګڼې فابريکې به له خطر سره مخ شي.
شېر عالم امله وال دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې او زياته يې کړه چې د برېښنا نشتوالی او ګمرکي محصولات دوه نورې هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت صنعتکاران او سوداګر ترې شکايت لري.
نوموړي زياته کړه، د حصارشاهي صنعتي پارک چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې بشپړ شوى او د سلګونه فابريکو د جوړېدو وړتيا لري، د امنيت او برېښنا نشتوالي له امله سقوط شوی او هېڅ يوې فابريکې په کې فعاليت نه دی پيل کړی.
د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په ننګرهار کې اوسمهال هم ۲۴۱ لويې او وړې صنعتي فابريکې فعالې دي، چې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شوې ده.
امله وال زياته کړه چې د ننګرهاري سوداګرو او صنعت کارانو لپاره يې د جوازونو او ګمرکي محصول په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته کړي او د وزارت په همکارۍ د خامو موادو ګمرکي محصول له ۲۰ سلنې څخه يوې ته راکښته شوی او جوازونه له وزارت څخه ولايت ته انتقال شوي دي.
هغه زياته کړه : ((پخوا به د جواز کارونه دلته په ۲۱ ورځو کې خلاصېدل او بيا به وزارت ته وړل کېدل او جواز به ورکول کېدل؛ خو اوس دغه چاره درېيو ورځو ته راکښته شوې او همدلته په ولايت کې ورکول کېږي.))
د صنعت او سوداګرۍ رييس د خپل رياست د عوايدو په اړه وايي چې د تېر کال په پرتله په کې زياتوالی راغلی، چې تېر کال ۱۶ ميليونه ۲۵۴ زره او ۵۲۸ افغانۍ وې او سږکال دغه شمېره ۲۳ ميليونه ۸۷۷ زره او ۹۵۶ افغانيو ته پورته شوې ده.
امله وال د افغانستان او پاکستان د وروستيو سياسي تحولاتو له امله د سوداګرۍ د زيانمنېدو په اړه وويل: ((پخوا د تورخم له لارې ۶۰ سلنه سوداګري کېده؛ خو په تورخم کې د وروستۍ جګړې او د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د سياسي اختلافاتو له امله دغه کچه اوس تر لس سلنې راښکته شوې او ټوله سوداګري اوس د خوست او نورو ولايتونو له لارې کېږي.))
دی وايي، په روان ۱۳۹۵ لمريز کال کې يې د بېلابېلو سوداګريزو مرکزونو ۱۶۸۸ جوازونه جوړ کړي او لا هم دغه چاره روانه ده.
نوموړي په ننګرهار کې د توليدېدونکو توکو په اړه وويل چې د المونيم لوښي، کرنيز سامان الات، برقي وسايل، سنګ مرمر، د اوسپنې ويلي کول، بېلابېل ډوله خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات، صابون، ريکشاوې، پلاستيکي پايپونه، قالينې، نساجي توکي او فرنيچر توکي توليديږي.
د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي چې ياد توکي د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو سربېره د پاکستان، هندوستان، امريکا، فرانسې او تاجکستان هېوادونو ترڅنګ يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته هم صادرېږي.
امله وال د راتلونکي کال په اړه د خپلو پلانونو په تړاو وايي چې د دغه ولايت د سوداګرو د ټولو ستونزو راټول او راپور يې د حل په موخه وزارت ته لېږل او په ځانګړي توګه د صنعت کارانو د امنيت ټينګښت په موخه د ځانګړې امنيتي قطعې رامنځته کېدو وړانديز يې په پلانونو کې دي.
د يادولو ده چې اوسمهال د ننګرهار د درېيو صنعتي پارکونو له ډلې د قالين اوبدلو پارک فعال دی، د شيخ مصري صنعتي پارک کې يوازې شل فابريکې فعالې دي؛ خو د حصارشاهي صنعتي پارک کې د فابريکو فعاليت په ټپه ولاړ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









