کابل ) پژواک ۲۶ مرغومی ۹۵ ): افغانستان د صحرا کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ ددویمې درجې هیوادونو د اتو غوره لوبډله ترمنځ دا لوبې پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له اماراتو څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د پرونۍ لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې دافغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د ایرلینډ لوبغاړي ونه شو کړای، چې ډیرې او تیزې منډې جوړې کړې.
دایرلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې او افغانسان ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد نبي، راشد خان او حمزه هوتک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وایي، چې دافغانستان لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري نجیب ترکی ۳۱، شهزاد محمدي ۲۹ او محمد ني ۲۶ د پام وړ منډې جوړې کړې.
محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د صحرا جام په سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوې دي، په الف ګروب کې افغانستان، ایرلینډ، متحده عربي امارات او د نمییا لوبډلې شاملې دي. او په ب ګروپ کې سکاټلینډ، هالنډ، هانګ کانګ او
عمان شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










