ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د څو ودانيزو پروژو تړونونه لاسليک شول

فارياب کې د څو ودانيزو پروژو تړونونه لاسليک شول

author avatar
17 Jan 2017 - 20:16
فارياب کې د څو ودانيزو پروژو تړونونه لاسليک شول
author avatar
17 Jan 2017 - 20:16

کابل (پژواک،٢٨مرغومى ٩٥): فارياب کې د څو رغنيزو پروژو په ترسره کېدو به تر راتلونکې يوکال کې دميمنې ښار ټول سړکونه او پلې لارې چې څه باندې ٣٢ کيلومتره کېږي، بياورغول شي.

 د يادو ساختماني پروژو چارې چې د "فيض" او "فضل الله" کورنيو ودانيزو شرکتونو له لوري پرمخ وړل کېږي او مالي لګښت يې  ٩١٤ ميليونه افغانيوته رسېږي چې دافغانستان دولت له بوديجې به ورکول کېږي.

د فوايد عامې وزيرمحمود بليغ نن کابل کې د يادو تړونونو د لاسليک مراسمو پرمهال وويل چې ددې پروژو په بشپړيدوسره به، د ميمنې ښار ټول سړکونه له استثنا پرته په بنسټيز ډول ورغول شي.

نوموړي زياته کړه :" د پوخو سړکونو يوه ګټه دا ده چې له دوړو او خاورو څخه خلاصون مومو او له بل پلوه په اساسي ډول د سړکونو رغول د سيمې اوسېدونکو اقتصادي پراختيا کې مهم نقش لوبوي."

د فوايدعامې وزارت ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، ددې پروژو په پېلېدو د سړکونو پخولوترڅنګ، په پام کې ده چې پلې لارې اود سړکونو ترغاړو ويالې هم ورغول شي.

بليغ زياته کړه کوم سړکونه چې دې پروژه کې رغېږي ٣٢،٨ کيلومتره اوږدوالى او له ١٠ تر٢٤ مترو سور لري چې د رغونې چارې به يې يونيم کال کې بشپړې شي.

د فارياب والى سيدانورسادات، د يادو تړونونولاسليک ددې ولايت د اوسېدونکو اقتصادې ودې او بسيا ژوند په برخه کې يوښه اقدام وباله، زياته يې کړه :" نن د فارياب اوسېدونکو پنځه کلنه هيله په حقيقت بدله شوه."

هغه وويل چې بلچراغ، اتاخان خواجه اوقرغان سيمو اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې له ښار سره د يادو سيمو سړکونو نښلولو لپاره دې پاملرنه وکړي.

ولسي جرګه کې د فارياب خلکو استازي حاجي محمدهاشم وويل :" موږ د حکومت له دې اقدام څخه چې د ميمنې ښار سړکونه بيارغوي ملاتړ کوو او يادوشرکتونو ته به اړينې اسانتياوې برابرې کړو."

دنوموړي په وينا، تر دې وړاندې د فارياب ولايت ځوانان د يوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولولپاره بهرنيو هېوادونو ته تلل او د لارې په اوږدو کې د قاچاق وړونکوښکارکېدل؛ خو ددې مهمې پروژې له پيلېدوسره زرګونو ځوانانو ته د کارموکې رامنځ ته شي.

هغه له ځوانانوڅخه وغوښتل چې داسې رغنيزو پروژو کې دې برخه واخلي او د هېواد بيارغونې بهير کې دې خپل نقش ولوبوي.

د دواړو ودانيزوشرکتونو استازو د ياد تړون له لاسليک څخه وروسته، ډاډ ورکړ چې ددې پروژې په تطبيق کې به نيمګړتيا نه کوي او په ډېرښه کيفيت به يې بشپړه وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.