کندهار ( پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي په یوه غږیز پیغام کې د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې روغتیا یې مخ په ښه کېدو ده او ډېر ژر به د خپلو هېوادوالو خدمت ته راستون شي.
نوموړی چې د مرغومي په ۲۱مه په ولایت مقام کې په چاودنو کې د ګڼو نورو کسانو تر څنګ ټپي شوی و، دا مهال د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
عزیزي په دغه غږیز پیغام کې چې پژواک خبري اژانس ته هم رالېږل شوی، د کندهار پيښه یو تروریستي برید ګڼلی او ټولو قربانیانو ته یې دعا کړې ده.
هغه ویلي: ((تر هر څه وړاندې د دې تروریستي پیښې قربانیانو عبدالعلي شمسي، هاشم کرزي، شاه احمد سعید، یما قریشي، وکیل باز محمد جوزجاني، سناتور سفري او د عربي اماراتو دیپلوماټانو ته د لوی خدای له دربار څخه جنت الفردوس غواړم، خدای دې د پیښې ټپیانو ته شفا ورکړي.))
نوموړي له هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کندهار له اوسېدونکو مننه کړې چې د ده د روغتیا لپاره یې دعا کړې ده.
عزیزي هيله ښودلې چې ډېر ژر به خپل هېواد ته راستون شي او په قوي اراده به د خپل دولت او خلکو تر څنګ د سولې او د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه کوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم وايي چې د والي روغتیايي وضعیت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او ډېر ژر به خپل هېواد ته را ستون شي.
هغه دا هم وویل چې د پيښې د څېړنې لپاره ګومال شوي ټیمونه په خپل کار بوخت دي او لا یې پایلې په ډاګه شوې نه دي.
د مرغومي په ۲۱مه د ماښام په شاوخوا ۷ بجې د کندهار ولایت مقام د حرم سرای په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه هېواد له یو شمېر دیپلوماټانو سره کندهار ته راغلی و او د والي مېلمانه وو.
هغه کندهار ته د یوه داالایتام د جوړولو د چارو د پرانېستلو په موخه راغلی و چې د دغه هېواد د ۲ ميلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
په دغه برید کې ټول د عربی اماراتو او د کندهار د ولایتي ادارې د یو شمېر مسوولینو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرارق پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې په ولایت مقام کې د وروستۍ خونړۍ پیښې په څېړنو کې پرمختګ شوی او تر دې مهاله د امنیتي سرتېرو او کارګرو په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د پیښې د څېړنې لپاره تر دې مهاله له مرکز کابل، عربي اماراتو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو تحقیقاتي ټیمونه کندهار ته راغلي او په ګډه څېړنې روانې دي چې پرمختګ په کې شوی دی.
د ده په خبره، د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي توکي چا څنګه د کندهار ولایت مقام د حرم سرای تر مېلمستون پورې رسولي او هلته یې ځای پر ځای کړي دي.
خو ده یادونه وکړه، دا چې څېړنې پای ته نه دي رسېدلي، تر وخت وړاندې ده چې په دې اړه نور جزيیات ورکړل شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










