خوست ښار(پژواک، ٢سلواغه ٩٥) په خوست ښار کې تر ۵۰ سلنه زيات شخصي او خصوصي روغتيايي مرکزونه، درملتونونه او کتنځي پرته له کوم قانوني جواز څخه فعاليت کوي.
د عامې روغتيا رياست معلومات
د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په خوست ښار کې ۳۷۷ درملتونونه، ۱۵ روغتونونه، ۹۵ کتنځي، ۵۸ طبي لابراتوارونه، ۴۵ د غاښونو کلينيکونه، ۲۴ الټراساونډ، ۳۱ د درملو عمده فروشۍ، ۳۱ د درملو د کمپنيو نماينده ګۍ، ۱۱ اکسرې او د ځينو نورو په ګډون په ټوليز ډول ۷۰۱ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.
دوى وايي، په ټوليز ډول په خوست ښار کې ۳۴۷ مرکزونه د فعاليت قانوني جواز لري، خو پاتې ۳۵۴ نور بيا پرته له کوم قانوني جواز څخه فعاليت ترسره کوي.
سرچينه زياتوي، له ياد شمېر څخه ۲۶۱ درملتونونه، ۵ روغتونونه، ۱۵ کتنځي، ۲۸ طبي لابراتوارونه، ۲۰ د غاښونو کلينيکونه، ۴ الټرساونډ، ۶ د درملو عمده فروشۍ، ۶ د درملو د کمپنيو نماينده ګۍ، يو اکسره او ځينې نور هغه د فعاليت جوازونه لري.
د خلکو او مدني ټولنې اندېښنې او شکايتونه :
په ورته وخت کې ددې ولايت اوسېدونکي نيوکه لري چې زياتره خصوصي روغتيايي مرکزونه ناروغانو ته له اړتيا ډېر معاينات ليکي او زيات درمل ورکوي، چې په دې سره د دوی فعاليت تر پوښتنې لاندې راځي.
ددې ولايت اوسېدونکي يوسف انتظار پژواک اژانس ته وويل چې په مرکز او ولسواليو کې لسګونه داسې شخصي کلينيکونه شته، چې د ناروغانو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي او ډېرې پيسې ترې اخلي.
هغه زياته کړه:((له شک پرته چې په خوست کې ځينې خصوصي کلينيکونه په قصاب خانو تبديل شوي دي. لامل يې دادی چې خلک مجبور او مکلف دي، چې روغتونونو ته ورشي. دا له خلکو سره ستره جفا ده.))
ددې ولايت بل اوسېدونکي سيدمرجان پژواک اژانس ته وويل چې د خصوصي سکتور له لوري تر يوه بريده د ناروغانو درملنه ښه کېږي، خو په ځينو مواردو کې ډاکټران د پيسو ګټلو لپاره ناست دي.
دى وايي: ((د روغتون لپاره يې کور يا ستر مارکېټ نيولی وي، ددې لپاره چې خپل ټول لګښتونه پوره کړي او ګټه هم وکړي، پرته له دې چې د ناروغ اقتصادي وضعيت ته وګوري، يوه پنډه دوا ورکوي.))
نوموړي زياته کړه، داسې شخصي روغتون هم پېژني چې هره ورځ په کې د ناروغ لرونکو او فارمسس ترمنځ د پيسو په سر لانجه وي، ځکه ځينې ناروغ لرونکي د ټولو درملو پيسې نه شي پوره کولی.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جهان وايي، چې زوی يې څه موده وړاندې له سترګې سره نېږدې په مرمۍ ټپي شوی و، نو په خوست ښار کې يې يوه خصوصي کلينيک ته يوړو.
نوموړی وايي، ډاکټر بې له دې چې اړين معاينات ترسره کړي، ورته يې وويل چې د زوی د سترګې عصبي رشتې دې له منځه تللې او د سترګې له وتلو څخه بله هيڅ لار نه لري.
هغه وايي: ((کله مې چې زوی پېښور ته يوړو بې له دې چې سترګې ته يې زيان ورسيږي، عمليات يې ترسره شول او اوس يې سترګه هم روغه ده او عصبي رشتې يې هم روغې دي.))
جهان له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په دې ولايت کې د غير مسلکي ډاکټرانو د فعاليت مخه ونیسي. کنه دوی مجبور دي چې د عادي روغتيا درملنې لپاره هم بهر ته لاړ شي.
نوموړي همدا راز زياته کړه: ((د خوست له ډاکټرانو پوزې ته راغلي يو، لوری ورک دی، چې چېرې لاړ شو، پيسې را درومي ورکيږي، نه ټيست شته نه معاينه په خپل سر دوا درکوي. هغه بله ورځ يې زما نه په عادي عملياتو پنځوس زره کلدارې واخيستې.))
د خوست د مدني ټولنې يوتن فعال جمال تڼي ددې ولايت مسوولين د قانون په تطبيق کې په پاتې راتلو تورن کړل.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا رياست، ولايت مقام او امنيتي ارګانونه بايد له هغو روغتيايي مرکزونو سره جدي برخورد وکړي، چې د فعاليت قانوني جواز نه لري.
تڼى وايي چې دوى جواز واخلي؛ فعاليتونه يې قانوني ، خدمات يې معيار ي کېږي او د خلکو د باور وړ ګرځي.
د خلکو استازي او وکيلان:
د خوست د ولايتي شورا رييس مجيب الرحمن سليم زوی ځدراڼ وايي چې که څه هم په خوست کې د روغتيا له پلوه پرمختګ شوی، خو د خلکو لپاره د قناعت وړ نه دی.
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې ددې ستونزې د هواري لپاره ځانګړی کمېسيون ګومارل شوی، خو کله چې د اصلاحاتو په اړه ګام اخلي، نو د عامې روغتيا مسوولين يې مخه ډب کوي.
هغه زياته کړه: ((دلته داسې ډاکټران شته، چې د طبي زده کړو اسناد نه لري، هر ډول ناروغ چې ورځي، څه يې چې زړه غواړي هماغه درمل ورکوي، بيا د توکل خبره ده چې څه ورباندې وشول.))
د ولايتي شورا رييس ټولو روغتيايي کارکوونکو ته د خبرداري په ډول وويل چې که په روغتيايي خدماتو کې ښه والی رانه ولي، ددوی او خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
ده د خوست د عامې روغتيا رياست د مسوولينو هغه ادعا هم رد کړه، چې ګوندې د ولايتي شورا ځينې غړي د روغتيا په خصوصي سکتور کې لاسوهنه کوي او د خدماتو د ښه والي مخه يې نيسي.
د روغتيا په برخه کې فعاليت کوونکي :
پژواک اژانس د هغو خصوصي کتنځايونو او روغتونونو چې د فعاليت جوازونه نه لري، غبرګون ترلاسه نشو کړای، خو د جواز لرونکو روغتيايي مرکزونو مسوولين د روغتيا په خصوصي سکتور کې ستونزې مني.
په خوست ښار کې د متون بابا خصوصي روغتون مشر ډاکټر بادشاه زار ابدالي وايي، ډېر داسې ډاکټران شته چې له ناروغانو څخه په يوه او بله بهانه پيسې اخلي او دا کار زياتره هغه ډاکټران کوي، چې د فعاليت قانوني جواز نه لري.
هغه زياته کړه: ((ځينې ډاکټران په خپل مسلک کې د پيسو راټولو لپاره کار کوي، بې مسووليته چلند کوي. په طب کې د نسخې ليکلو لپاره بېل شرايط شته، چې يواځې مسلک ته ژمن ډاکټران دا کار کولای شي.))
ډاکټر بادشاه زار ابدالي وايي چې ډاکټر بايد د ناروغ اقتصاد ته په کتو سره داسې دوا درمل ورکړی، خو په داسې حال کې دغلته زياتره ډاکټران د ناروغانو او د هغوی د خپلوانو اقتصادي وضعيت په نظر کې نه نيسي.
هغه زياتوي: ((موږ بايد ناروغ ته د زياتو دواګانو له ليکلو څخه ډډه وکړو، ځکه د زياتو درملو استعمال د انسان په وجود کې نورې ستونزې پيدا کوي او د ګټې پرځای انسان ته زيان رسوي.))
د عامې روغتيا رياست او ولايت مقام :
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمد الدين منګل وايي چې ددې روغتيايي مرکزونو د قانوني کېدو لپاره يې د هغوی پر خاوندانو فشار راوړی، چې په پايله کې يې د ځينو جوازونه تر کار لاندې دي.
منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، څوځله يې هڅه کړې ده چې جواز نه لرونکي روغتونونه، درملتونونه او نورې روغتيايي هټۍ وتړي، خو ولايتي شورا او ځينو نورو دولتي ادارو يې مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه: ((د ځينو چارواکو مصلحتونه، د ولايتي شورا د وکيلانو مداخلې ددې لامل شوې دي، چې په دې اړه کوټلي ګامونه نشو اخيستلی. په اداري غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول غيرقانوني درملتونونه او روغتونونه وتړو، خو بيا يې وروسته وويل چې په تدريجي ډول به مخته ځو.))
منګل وايي چې د جوازونو اخيستلو اوږده پروسه، د درملتونونو لپاره د وزارت له لوري د جوازونو بندېدل او امنيتي ستونزې هم ددې لامل شوې دي چې د خصوصي سکتور زياتره روغتيايي خدمات قانوني جوازونه نه لري.
خو نوموړي دا رد کړه چې ګني په خصوصي روغتونونو او کلينيکونو کې له ناروغانو څخه د فيس په نوم ډېرې پيسې اخيستل کېږي او يا تر اړتيا ډېر لابراتواري معاينات او درمل ورکول کېږي.
د عامې روغتيا رييس همدارنګه د ولايتي شورا د رييس هغه ادعا هم بې بنسټه وبلله، چې په وينا يې د خوست ښار ځينې ډاکټران غير مسلکي دي او د طبي زده کړو اسناد نه لري.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې په خوست کې د روغتيايي خدمتونو په خصوصي سکتور کې ځينې ستونزې ومنلې خو ويې ويل چې ولايتي اداره يې د اصلاحاتو لپاره د جدي اقدام هڅه کوي.
هغه زياتوي : ((په اداري غونډو او په ځانګړو ناستو کې د خوست عامې روغتيا مسوولينو ته دنده سپارل شوې، هغه درملتونونه، روغتونونه او کلينيکونه چې د فعاليت جواز او تحصيلي اسناد نه لري، بايد د قانون په رڼا کې مجازات کړل شي.))
ځدراڼ دغه راز وويل چې نه يواځې د روغتيا، بلکې په نورو برخو کې هم د فعاليت لپاره د جوازونو نه اخيستلو دولت ته دا زيان هم اړولی، چې قانوني ماليه يې ضايع شوې ده.
د نوموړي په وينا، ولايتي اداره په دې برخه کې ژمنه ده او هڅه کوي چې په دې بره خه کې د خصوصي سکتور ټول فعاليتونه قانوني کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










