منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان ناروغان او د کورنۍ غړي يې تورخم کې له ستونزو سره مخامخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ٩٥): پاکستان ته د درملنې لپاره تلوونکي افغان ناروغان شکايت کوي چې تورخم کې د پاکستانيو پوليسو له خوا ځورول کېږي او هلته د تګ لپاره اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، که عاجل ناروغان يې هم پاسپورټ ونه لري، نو د پاکستان پوليس لخوا ورته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې افغان امنيتي مسوولين هم دا ستونزه مني او وايي، هره ورځ په لسګونه دا ډول ناروغان په ساعتونو ساعتونو تر انتظار وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت الله چې د خپلې خور د درملنې لپاره پاکستان ته پر لاره و، په تورخم کې پاکستانيو پوليسو يې د ورتګ مخه ځکه نيوله چې له خور سره يې پاسپورټ نه و.

نصرت الله د غرمې په شاوخوا دوولسو بجو د تورخم مزي ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، د سهار له اوو بجو همدلته انتظار دی او څوک ورته اجازه نه ورکوي.

دی زياتوي، په پېښور کې يې په يوه شخصي روغتون کې وخت اخيستی او که تر مازيګره ور ونه رسېږي، نو هلته تحويل کړې پيسې يې هم سوځي او د ناروغ وضعيت يې هم بدترېږي.

د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث اوسېدونکی خان محمد هم له سهاره تر غرمې د تورخم له مزي دېخوا په دې انتظار ولاړ و چې ګواکې پاکستاني پوليس به يې ناروغ ته د تګ اجازه ورکړي.

ده وويل: ((خپله پاسپورټ لرم، مريض مې پاسپورټ نه لري؛ خو د ناروغ د ډاکټر اسناد لرم، که تر سبا ور ونه رسيږو؛ نو مريض مې سختېږي؛ ځکه دوا يې خلاصيږي او بيا که نوره دوا ونه خوري؛ کېدای شي مړ شي.))

تورسرې خديجه له کونړ ولايت څخه تورخم ته پاکستان ته د تګ په نيت رسېدلې وه، خو هلته ورته اجازه نه ورکول کېده چې خپله ناروغه خور د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.

هغې پژواک ته وويل: ((خور مې په لاس او پښو فلج شوې، عصبي تکليف ورته پيدا شوی، ځان هېڅ نه شي کنټرولولی، جلال اباد کې راته ډاکټرانو ويل چې پېښور ته يې يوسه؛ خو دلته مو نه پرېږدي.))

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې دېره افغان امنيتي ځواکونه هم دغه ستونزه مني او وايي، د ورځې په لسګونو دا ډول کسان سهار راځي او ماښام بېرته ناهيلي ستنېږي.

د سرحدي پوليسو يوه سرتېري د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، دا ستونزه په سرحد کې تر وروستۍ جګړې او بيا د پاکستان حکومت لخوا له پاسپورټونو پرته د نورو خلکو نه پرېښودو تر اعلان وروسته رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم له پژواک سره د خبرو پرمهال ياده ستونزه تاييد کړه، خو ټينګار يې وکړ چې دا موضوع بايد په مرکزي کچه حل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې دا ستونزه حل شوې وه او هوکړه شوې وه چې عاجل ناروغان به بې پاسپورټه پرېښودل کېږي؛ خو اوس دغه هوکړه پاکستانى لور نه مني .

تېره مياشت د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې د عاجلو افغان ناروغانو د تشخيص او ورسره د مرستې لپاره په تورخم کې د ډاکټرانو يوه څانګه پرانېستل کېږي، خو تر اوسه د پاکستان حکومت دغه کار نه دى کړى.

شاوخوا اووه مياشتې وړاندې په تورخم کې د جګړې له امله د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له پاسپورټ څخه پرته هېڅوک له دغې لارې پاکستان ته نه شي تللي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا