کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبـډلې پر وړاندې د يو لړ سياليو ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پرمختيايي ١٦ کسيزه لوبډله نن د زمبابوې پلازمېنې هرارې پر لور روانه شوې ده.
سرچينې زیاته کړه چې افغان لوبډله به د زمبابوې له الف لوبډلې پنځه يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې د سلواغې له اوومې نېټې څخه پيلېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيزې کمېټې د يادو سياليو لپاره ٣٣ لوبغاړي ټاکلي وو چې د هغوى تر منځ له تمريناتي سياليو او روزنيز کمپ څخه وروسته ترې ١٦ پياوړي لوبغاړي د زمبابوې سياليو لپاره غوره شول.
افغان پرمختيايي لوبډله په لاندې ډول در پېژنو:
کريم صادق، محمد خيبر، محمد ابراهيم، محمد نواز خان، نورالحق ملکزی، رحمت الله ګربز، سيد وحيدالله شفق، شفيق الله شفق، شاهدالله کمال، محمد ضمير عرب، عبدالله عادل، فضل الرحمن رحماني، عمران جنت، ناصر خان عمر، يونس خان احمدزی او ضياء الرحمن اکبر شامل دي.
عبدالرحيم منګل، منير احمد کاکړ او نقيب الله ننګرهاری په احتياطي لوبغاړو کې اخيستل شوي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










