جلال اباد (پژواک، ۶ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست وايي چې د نشه يي توکو ښکاره پلور، بې روزګارۍ او د روږدو کسانو ناسمې درملنې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ کړی دی.
د ننګرهار له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ادريس ساپي د سلواغې په ۶مه پژواک اژانس ته له دغو څرګندونو سربېره دا هم وويل، د اټکل له مخې په دغه ولايت کې اوس پر نشه د روږدو کسانو شمېر له سل زره کسانو اوښتى.
هغه زياته کړه: ((دا سروې لا نه ده بشپړه چې څومره روږدي کسان په جلال اباد ښار کې پر سړکونو نشه کوي؛ خو يوه اټکلي اندازه داسې شته چې له سلو زرو څخه زيات کسان په نشه روږدي دي، البته په دې کې هغه کسان هم شته، چې يو ځل يې شراب يا هيروين څښکلي وي او يا يې درملنه شوې وي.))
ساپی وايي، دوی د روږدو کسانو د درملنې لپاره يو درې سوه بستريز روغتون هم جوړ کړی، چې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کې تر درملنې لاندې دي؛ خو وايي، د روږدو کسانو شمېر ته په کتلو دغه روغتون بسنه نه کوي.
نوموړي د هارم ريډيکشن په نامه يو بل پروګرام ته هم اشاره وکړه چې په وينا يې روږدو سره د مرستې لپاره جوړ شوی دی.
دی وايي: ((په دغه مرکز کې روږدي کسان د غرمې ډوډۍ هم خوړلی شي، د هغوی صفايي کېږي، ورته لارښوونې هم کېږي او ياد مرکز په ساحو کې هم روږدو کسانو سره کار کوي، هغوی ته هغه پيچکارۍ تازه ورکوي چې روږدي کسان پرې نشه يي توکي زرق کوي.))
ادريس ساپى وايي، تر هغه وخته چې په ښکاره توګه د نشه يي توکو د پلور مخه ونه نيول شي، روږدو کسانو ته تر درملنې وروسته کاري زمينه برابره نه شي او هم يې درملنه سمه سرته ونه رسيږي؛ نو پر نشه د روږدو کسانو شمېر به تر دې هم لوړ شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم مني چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ټکنۍ ده؛ خو وايي دغه چاره د بشپړو امکاناتو نه درلودو په وجه ټکنۍ شوې ده.
دی وايي، د روږدو روغتون د درې سوه کسانو د درملنې ظرفيت لري او دوی په کې د څلور سوه کسانو درملنه کوي؛ خو وايي زرګونه نور د درملنې په انتظار ولاړ وي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری نيوکه کوي چې د ننګرهار امنيتي مسوولين په دغه برخه کې پړه دي او تر هغه وخته چې د نشه يي توکو د کاروبار او ښکاره پلور مخه ونه نيول شي، دا ستونزه به دوام لري.
زمري پژواک اژانس ته وويل: ((موږ په ځلونو د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مسوولينو سره دا ستونزه شريکه کړې، چې ښار کې په ښکاره توګه نشه يي توکي پلورل کېږي؛ خو هغوی يې مخه نه ده نيولې، نمايشي يو څو کسان ونيسي؛ خو بيا دغه کار دوام لري.))
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې که له يوې خوا پوليسو په دې برخه کې ناغيړي کړې؛ نو له بلې خوا ولس هم همکاري نه ده کړې.
د مشرقيوال په وينا، تر هغه وخته چې عام خلک پوليسو ته اطلاع ورنه کړي؛ نو پوليس نه خبرېږي چې نشه يي توکي چېرته خرڅېږي.
د چارو کارپوهان بې وزلي، ځوانانو ته د کاري زمينې نه برابرېدل، د سواد د کچې کموالی او په ښکاره توګه د نشه يي توکو پير او پلور پر نشه د روږدو کسانو د شمېر د ډيروالي لاملونه يادوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










