کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۵): د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې زمبابوې د سفر په لومړۍ لوبه کې ددغه هیواد الف لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دالوبه نن د زمبابوې په پلازمینه هرارې ښار کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې دزمبابوې الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۲۷ اورونو کې په ۱۲۰ منډو وسوځیدله.
د افغانستان له لوري عبدالله عادل څلور او ضیا الرحمن اکبر درې لوبغاړي وسوځول.
هوتک وایي، چې د افغانستان پرمختیایي لوبډلې یاد هدف په ۲۳ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. د افغانستان له لوري عمران جنت ۲۸، شفیق الله شفق ۲۵، شاهدالله ۲۲ او خیب عمر۱۷ منډې جوړې کړې.
دغې بریا سره افغانستان د پنځو لوبو کې د لړۍ یو پر صفر برلاسی دی. دویمه لوبه به د سلواغې په لسمه ترسره شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










