منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار ډاکټرانو د يوې نجلۍ له سر سره نښتې اضافي غوټه لرې کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

جلال آباد (پژواک، ٨ سلواغه ٩٥): په ننګرهار کې ډاکټرانو د عملياتو پرمهال له يوې ماشومې نجلۍ څخه سر ته ورته اضافه غوښه لرې کړه .

په کونړ ولایت کې دوه میاشتې وړاندې یو ماشوم زېږېدلی و،چې سر ته څېرمه یې د سر په څېر بله غوټه درلوده،چې د یادې غوټې د لرې کېدو په موخه یې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې په بریالیتوب عملیات ترسره او له ماشومې څخه یاده غوټه لرې شوه .

د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وایي چې د عامې روغتیا حوزوي روغتون کې د جراحي عصبي څانګې ډاکټرانو له لوري دا دویم بریالی عملیات دی،چې په ښه توګه ترسره کیږي .

نوموړي زیاته کړه،د ماشومې په اضافي کوپړۍ کې د هغې اصلي سر د اعصابو مهم او حساس رګونه نښتي وو، چې عملیات یې لا پسې ستونزمن او پیچلي کړي و.

د کامه وال په وینا، دغو پیچلو جراحي عملیاتو درې ساعته دوام درلود،چې له نیکه مرغه د طبي پرسونل د ښې تجربې په پایله کې د ماشومې سرته ورته غوټه لرې او ژوند یې هم وژغورل شو.

ویل کیږي کوپړۍ ته ورته دغه اضافي غوټه د سر په شاتنۍ برخه کې نښتې وه، چې ماشومې ته یې خوب کول هم سخت کړي و.

د سرچينى د معلوماتو له مخې، دا ډول عملیات په نورو هېوادونو کې له دوه سوه زرو څخه تر پنځه سوه زرو افغانیو په مالي لګښت ترسره کیږي،خو د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یاد عملیات په وړیا او بریالي ډول ترسره شول.

ډاکټران وایي چې د ماشومې روغتیايي حالات د ډاډ وړ دی او له شاوخوا یوې اوونۍ بستر کېدو وروسته به له روغتون څخه رخصت کړای شي .

د عمليات شوي ماشومې پلار نورتواب خان د خپلې لور د  سر د بريالي عمليات څخه خوښ دی او له ډاکټرانو څخه د دې سترې مرستې مننه کوي.

نوموړی وايي، د خپلي ماشومي لور د روغتيا لپاره يې بهر ته د تللو توان نه درلود.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا