منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوى”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسن د کمپاين له پيلولو خبر ورکړى او هيله يې څرګنده کړې، څو په هېواد کې له دې وروسته د يادې ناروغۍ کومه مثبته پېښه ثبت نه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر زېږديز کال کې د هېواد په کچه د يادې ناروغۍ ١٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له ياد شمېر پېښو يې يوه د روان کال د ليندۍ مياشتې په ٢٦ مه نېټه (١٦ ډسمبر ٢٠١٦) د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

 د عامې روغتيا په وزارت د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر ميوند احمدزي نن په يوه ګډه خبري ناسته کې چې په افغانستان کې د وجهي صندوق د فلج د له منځه وړلو برخې پروګرام مشرې ډاکټر مليسا کورکوزم او افغانستان کې د فلج د له منځه وړلو برخې د نړيوال روغتيايي سازمان مرستيال ډاکټر منديپ راهاني هم په کې ګډون درلود، وويل چې سبا ته په روان زېږديز کال کې د ماشومانو د فلج واکسين فرعي کمپاين لړۍ لومړى پړاو؛ د هېواد په ٢٣ ولايتونو او ١٨٠ ولسواليو کې پيل شوى دى.

د هغه په وينا، يادې ولسوالۍ د هېواد په سوېلي، سوېل ختيځو او ختيځو ولايتونو کې موقعيت لري او په روان کمپاين کې له دې امله تر پوښښ لاندې نيول شوې چې تر ډېر تر ګواښ لاندې دي.

 د هغه په وينا، په دغه کمپاين کې به له پنځو کلونو کم عمره ٥،٥ مليون د ګوزڼ د واکسين څاڅکي ورکړل شي.

 د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په يوه کال کې څلور ملي او پنځه فرعي کمپاينونه ترسره کېږي، چې په ټوله کې ٦٠ ميليون امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.

 هغه وويل  چې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د يادې ناروغۍ اووه مثبتې پېښې، د کونړ په شيګل کې څلور مثبتې پېښې، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يوه پېښه او د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

 د هغه په وينا، دا چې په وروستيو اوو مياشتو کې په برمل کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ يوې پېښې پرته د هېواد په کچه کومه مثبت پېښه نه ده ثبت شوې؛ دا کار هيله بښونکى دى او د عامې روغتيا وزارت لپاره يوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

 هغه زياته کړه: "انشاءالله په ٢٠١٧ کال کې مو هيله ده چې په دغه کال کې د پوليو ناروغۍ ته نور د پاى ټکى کېږدو او په هېواد کې يې کومه مثبت پېښه ثبت نه شي."

 نوموړي، په هېواد کې د يادې ناروغۍ ټيټه کچه په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د عامې روغتيا وزارت ډېرې هلې ځلې وبللې او ويې ويل چې نا امنۍ، له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې له شمالي او سوېلي وزيرستان د افغانانو راستنېدل؛ هغه عوامل دي چې له امله يې اوس هم افغانستان له يادې ناروغۍ سره لاس او ګريوان دى.

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام مشرې ډاکټر مليسا کورکوم وويل، پر دې سربېره چې اوس هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ موجوده ده، خو پر دې سربېره بيا هم په ٢٠١٦ کال کې د يادې ناروغۍ د پېښو ټيټه کچه هيله بښونکې ګڼل کېږي.

 نوموړې زياته کړه چې د يادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره بايد ټول خلک او دولتي ارګانونه په ګډه سره کار وکړي، څو هيڅ افغان ماشوم هم د واکسين له عملي کولو پاتې نه شي.

 دغه راز افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د روغتيايي سازمان مرستيال ډاکټر منديپ، په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو پر کموالي د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل چې افغانستان د يادې ناروغۍ د له منځه وړلو ته نږدې شوى دى.

 نوموړي، له افغانستان سره د ګوزڼ د له منځه وړلو په برخه کې د نړۍ روغتيايي سازمان د مالي او تخنيکي همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا