منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې د بې سرپناه – روږدو کسانو د درملنې او راټولولو کمپاين پيل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٥): د بېلابېلو ارګانونو له لوري کابل ښار کې په نشه يي توکو د بې سرپناه روږدو کسانو د راټولولو او درملنې کمپاين پيل شوى او تر اوسه يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو روغتون ته ١٢٠ روږدي کسان لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې په نشه يي توکو ډېر روږدي کسان د ژمي سختې او سړې شپې د واټونو، پارکونو په څنډو او د پلونو لاندې تېروي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل چې د بې سرپناه روږدو کسانو د راټولولو لړۍ، له عامې روغتيا وزارت، کار او ټولنيزو چارو وزارت، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت او د کابل له ګارنيزيون قوماندانۍ سره په همغږۍ؛ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري، د ژمي له يخنۍ څخه د بې سرپناه روږدو کسانو د ژغورنې په موخه پيل شوې ده.

د هغې په وينا، په دغه کمپاين کې هڅه کېږي د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه بې سرپناه-روږدي کسان راټول شي، چې تر اوسه د روانې لړۍ په ترڅ کې له سراى شمالي او شهرنو څخه ١٢٠ روږدي کسان راټول شوي دي.

عظيمي څرګنده کړه، د دغه کمپاين په ترڅ کې به چې د ژمي تر پايه به دوام ومومي، اونۍ کې دوه ځلې په نشه يي توکو روږدي کسان راټول شي.

هغې په دې اړه سپيناوى وړاندې نه کړ، چې هره اونۍ به څومره روږدي کسان راټول او په ټوليز ډول په کابل ښار کې څومره بې سرپناه روږدي کسان دي.

د "احياى اميد" د روږدو کسانو د درملنې مرکز مشر علي افتخاري وويل، راټول شوي روږدي کسان لومړى د پنځلسو ورځو لپاره د ابن سينا د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې تر درملنې لاندې نيول کېږي، چې له هغه وروسته بيا د احياى اميد مرکز ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه، په ياد مرکز کې د درملنې ترڅنګ په نشه يي توکو روږدو کسانو ته بېلابېلې حرفې لکه ترکاڼي، د موټرونو ترميم، خياطي او داسې نورو حرفو زده کړې هم ورکول کېږي.

هغه وويل، روږدي کسان په دغه مرکز کې د هغوى وضعيت ته په پام سره له دوه تر درېيو مياشتو پورې ساتل کېږي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزيرې په وينا، په ټول هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې ١٠٩ فعاله مرکزونو ته په پام سره ټاکل شوې چې په ٢٠١٧ زېږديز کال  کې له ٤٥ زره تر ٥٠ زرو د روږدو کسانو درملنه وشي.

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د راټيټولو ډيپارټمنټ امر عبدالمنان ازادمش، په هېواد کې د شته روږدو کسانو شمېر ته په پام سره د روږدو کسانو د درملنې امکانات ډېر کم وبلل، خو زياته يې کړه: "په ژمي موسم کې زموږ هغه هېوادوال چې په واټونو او له پلونو لاندې ژوند کوي، ډېر زيان ويني او موږ غواړو د دوى په راټولولو سره يې ژوند وژغورو."

د کورنيو چارو وزرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د کشف او استخباراتو مشر مل پاسوال ميرزامحمد سيفي وويل، دغه وزارت د روږدو کسان د راټولولو په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ په نورو برخو کې هم له نشه يي توکو سره مبارزه کوي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په وروستيو دوه اونيو کې د ياد معينيت منسوبينو د کابل په کچه د نشه يي توکو له ٣٠٠ زيات پلورونکي نيولي دي.

د هغه په وينا، په تېرو لسو مياشتو کې له ټول هېواد څخه ٦٣٠ ټنه نشه يي توکي ترلاسه شوي، چې پر دې سربېره د نشه يي توکو له ١٦٠ زيات قاچاق وړونکي له نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

ورته مهال د کابل د ګارنيزيون قوماندانۍ ارکان مشر تورنجنرال محمد سليم ابراهيمي، په ياده ناسته کې وويل چې د کابل ګارنيزيون؛ له نشه يي توکو سره د مبارزې او له ښار څخه د روږدو کسانو د راټولولو په برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دى.

په نشه يي توکو يوه روږدي کس بسم الله چې له تېرو ١٨ کلونو راهيسې په نشه يي توکو روږدى و او شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د درملنې په موخه ياد مرکز ته راوستل شوى، پژواک ته وويل چې په دغه مرکز کې ورته درملنې ډېره ګټه کړې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښې روغتيا احساس کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا